ټرمپ د خپل ټاکنیز سیال لپاره د "سپي" اصطلاح وکاروله

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دیموکرات ګوند پر احتمالي ولسمشریز کاندید بیټو اوروورکي پورې د هغه کمپاین له پای ته رسېدو څو ساعته وروسته ملنډې وهلې. ولسمشر ټرمپ خپل دغه سیاسي سیال په سپک نامه یاد کړ او ویې ویل 'هغه لکه سپی داسې وتښتېد. '
په اګست میاشت کې په خپل ښار الفاسو کې د ډزو له پېښې وروسته ښاغلي اورورکي پر ولسمشر ټرمپ سختې نیوکې کړې وې.
هغه د ډزو هغه پېښه د کډوالۍ پر ضد د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو 'پایله ' بللې وه.
د جمعې پر ورځ ښاغلي او روورکي وویل، له سیالۍ ځکه پر شا کېږي، چې په خبره یې 'کمپاین داسې مانا نه لري چې په بریالیتوب سره پر مخ لاړ شي. '
د ښاغلي ټرمپ تازه څرګندونې د نوموړي له څو ورځې مخکینيو څرګندونو وروسته مخې ته راغلې چې ویلي یې و، د اسلامي دولت نومې ډلې مشر ابوبکر البغدادي په سوریه کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې 'د سپي په څېر ووژل شو. '

د عکس سرچینه، Getty Images
په توفیلو ښارګوټي کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ولسمشر ټرمپ ښاغلی او روروکي یو 'خوارکی احساساتي سړی ' وباله.
نوموړي د ولسمشرۍ ټاکنو یو بل دیموکرات مخکښ احتمالي نوماند او مرستیال ولسمشر جو بایډن 'ذهناً ناکاره ' کس وباله چې په وینا کې 'د ډبرې په څېر رغړي. '
ښاغلی اوروورکي چې کمپاین یې خورا په شور او ځوږ سره پیل کړ، خو وروسته مخ پر ځوړ شو، ډېر بختور ثابت نه شو.
د نوموړي په تړاو ویل کېږي چې ښايي په ملي سیاست کې دویم رول هم ولري، خو د ۲۰۱۹ کال تجربه یې ښايي داسې وي چې پر بنسټ یې د پرمختګ پر ځای ترې د وتلو هڅې وکړي.



















