ځايي چارواکي: د مینګجیک ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو

د خپرېدو وخت

په جوزجان کې ځايي چارواکي وايي، د مینګجیک ولسوالۍ امنیه قومندان د جمعې په ورځ له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د جوزجان د والي ویاند مجمدرضا غفوري بي بي سي ته وویل، د فیض اباد ولسوالۍ په کوکلداش کلی کې د وسلوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې الله قولي وژل شوی دی.

د هغه په خبره، د مینګجیک ولسوالۍ امنیه قومندان الله قولي د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د جګړې ډګر ته تللی و.

محمد رضا غفوري زیاته کړه، سلوالو طالبانو د جګړې په لومړیو کې په دغه ولسوالۍ کې و یوه پوسته ونیوله، خو افغان ځواکونو په ځوابي برید کې دوی بېرته له سیمې شاتګ ته اړ کړل.

نوموړي دا هم وویل، چې په دې جګړه کې د دریو قومندانانو په ګډون ۱۷ طالبان وژل شوي او په مقابل کې د مینګجیک پر امنیه قومندان سربېره د ولسي پاڅون دوه غړي هم وژل شوي دي.

د جوزجان د والي د ویاند په خبره، جګړه لا هم روانه ده او تراوسه پکې ۲۵ وسلوال طالبان ټپي شوي دي.

په جوزجان کې ځايي چارواکي دا هم وايي، چې په ماین چاودنه کې درې سړي وژل شوي، دوه ماشومان او یوه ښځه ټپيان شوي دي.