پوتین د خپل دفتر مشر او نژدې ملګری له دندې لیرې کړی

د عکس سرچینه، AP
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل دفتر مشر او پخوانی ملګر سیرګي ایوانوف له دندې ګوښه کړی دی.
کرملین په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ښاغلي ایوانوف پرځای د هغه پخوانی مرستیال انتون واینو د پوتین د دفتر د نوي مشر په توګه ټاکل شوی.
ښاغلی ایوانوف په تېرو دوو لسیزو کې د ښاغلي پوتین له ډېرو نژدې کسانو و او ډېره تکیه او باور یې هم پر هغه کاوه.
دواړه د پخواني شوروي اتحاد څارګره اداره (ک ج ب) کې ملګري همکاران وو.
تر اوسه د نوموړي د لیرې کېدو لامل نه دی ډاګیزه شوی.
۶۳ کلن سیرګي ایوانوف په تېرو پنځو کلونو کې د ښاغلي پوتین د دفتر مشر و، چې په یوه تازه حکم کې د چاپېریالي چارو د ځانګړي استازي په توګه هم ګومارل شوی و.
د روسیې دولتي تلوېزیون په ژوندۍ بڼه د ولادیمیر پوتین په حضور یوه ناسته خپره کړې، چې د ایوانوف پرځای پکې ښاغلی انتون واینو د دفتر نوی مشر ټاکل کېږي.
ښاغلی ایوانوف د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ د روسیې د لومړي وزیر دیمیتري میدویدیف په کابینه کې د دفاع وزیر پاتې شوی.

وروسته په ۲۰۱۱ کال د روسیې د لومړي وزیر مرستیال وټاکل شو.
د ۱۹۹۰ لسیزې وروستیو کې چې پخواني شوروي اتحاد دړې وړې شوی و، هغه مهال چې ولادیمیر پوتین د روسیې د فدرالي امنیتي سازمان FSB مشر و، ایوانوف یې مرستیال و.


















