هند د ممبۍ خونړیو بریدونو تورن اعدام کړ

د عکس سرچینه، Getty
هند د یعقوب مامون په نوم هغه تورن اعدام کړی، چې د ۱۹۹۳ کال د ممبۍ ښار خونړيو بریدونو کې پرې د مالي همکارۍ تور و.
د مهاراشترا ایالتي دولت چارواکو ویلي، مامون د نګپور په زندان کې اعدام شو.
هغه بریدونه په یوه مهال د ۲۵۷ کسانو د وژلو لامل شول او د دغو بریدونو انګېزه د هغو مسلمانانو د وژلو غچ په ګوته شوی و چې له دې پېښو څو میاشتې مخکې په قتل رسېدلي وو.
هندوستان کې اعدامونه په کمه کچه ترسره کېږي له ۱۹۹۵ کال راهیسې تر دې دمه یوازې ۳ کسان په دغه هېواد کې اعدام شوي دي.
مامون څو ساعته وروسته له هغه چې وروستۍ محکمې یې د اعدام څنډول رد کړل، په دار وځړول شو.
د هغه کال په مارچ میاشت کې د بمبۍ په بورس بازار، د ایر ایندیا هوايي کرښو دفترونه او یو لوکس هوتل په نښه شوي وو.
مامون په ۲۰۰۷ کال کې د ممبۍ محکمې په مرګ محکوم کړ. پر نوموړي تور و چې له برید کوونکو سره یې مالي او لوژستکي مرستې کړې.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د هغو ۱۱ کسانو له ډلې چې په دغو پېښو کې په اعدام محکوم شوي وو له مامون نه پرته د نورو کسانو سزا په عمري بند بدله شوه.
ده ته اړونده دوسیه په هند کې د عامو خلکو په منځ کې د دوه ډوله ذهنیتونو د را منځ ته کېدو لامل شوه او ډېرو د دغه حکم د ځنډولو غوښتنه کوله.

د عکس سرچینه،
ډېری بیا په دې باور دي چې تایګر مامون د یعقوب مامون ورور او یو بل کس د داود ابراهیم په نامه د دغو پېښو اصلي عاملین دي چې دواړه یې لاهم تري تم دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service


















