د هند پخوانی ولسمشر عبدالکلام ومړ

د عکس سرچینه، EPA
د هند پخوانی ولسمشر، ساینسپوه اي پي جي عبدالکلام د ۸۳ کلونو په عمر د هند شیلونګ ښار کې مړ شوی دی.
عبدالکلام د تامیل ناډو ایالت په رامېشور سیمې کې زېږېدلی و او له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۷ کاله یې د هندوستان د ولسمشر په توګه دنده ترسره کوله.
نوموړی له دې مخکې د هند پوځي توغندیو رغاونې پروګرام اړوند و.
هغه د هند توغندي جوړولو پروګرام بنسټګر بلل کېږي او دغه راز د هند په اتومي پروګرام کې یې هم رول مهم و. د شیلونګ ښار پولیسو یوه افسر وویک سیام، د بي بي سي خبریال انوراګ شرما ته وویل:
هغه یوه پروګرام کې وینا کوله، چې ولوید او په اندېښمنونکي حالت کې روغتون ته ولېږدول شو، چې هلته یې ساه ورکړه.
د هند کورنیو چارو فدرالي وزیر ایل سي ګویل ویلي، چې هند حکومت د اي پي جي عبدالکلام د مړینې له کبله اووه ورځنی رسمي ویر اعلان کړی.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي ' هند د خپل یوه ستر ساینسپوه، قابل ولسمشر او اغیزلرونکي شخص په مړینه غمګین دی '
عبدالکلام په ۱۹۶۹ کال کې د ایروناټیکل انجنرنګ له بشپړولو وروسته د هند فضايي څېړنو مرکز کې دنده پیل کړه.
له هغه وروسته تر دریو لسیزو پورې نوموړي د هند دفاعي پرمختګ او څېړنو ادارې او د هند فضايي څېړنو مرکز منتظم و.
نوموړي ته ۱۹۷۷ کال کې د هغه خدمتونو بدل کې د هند تر ټولو لوی ملکي اعزاز بهارت رتن ورکړل شوی و.


















