
د چارواکو ترمنځ د نظر د یووالي په اړه خبرې بې پایلې شوې.
په لندن کې د برتانیا او روسیې ترمنځ د سوریې په اړه په خبرو کې نوي اختلافات رامنځ ته شول.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف له خپل برتانوي سیال وېلیم هېګ سره په خبرو کې روښانه کړه چې مسکو به د هر هغه ګام مخالفت وکړي، چې له مخې یې د سوریې مخالفینو ته وسلې ورکړل شي.
برتانیا وار د مخه له سوري یاغیانو سره د ناپوځي مرستې ژمنه کړې او دا یې هم ویلي چې ښايي د اروپايي اتحادیې له خوا یاغیانو ته د وسلو د ورکړې بندیز غځول ویتو کړي.
ښاغلي هېګ وویل، هېڅ اقدام ردیدای نه شي، خو د برتانیا هر ګام به له قانون سره سم وي.
روسي وزیر وویل، سوري مخالفانو ته د برتانیا له خوا د وسلو ورکول د نړیوال قانون خلاف کار دی.
لاوروف دا څرګندونې د برتانیا له دې پلان یوه ورځ وروسته کړې، چې سوري مخالفانو ته به د اروپايي اتحادیې د بندیز خلاف توکي ورکړي.
سیرګي لاوروف وویل، هېواد یې سوري مخالفانو ته د هر راز وسلې ورکولو مخالف دی.
لاوروف له خپل برتانوي سیال وېلیم هېګ سره یوې خبري غونډې ته وویل: "نړیوال قانون ناحکومتي خواوو ته د وسلې ورکولو اجازه نه ورکوي، زموږ په نظر دا د نړیوال قانون سرغړاوی دی".
د برتانیا حکومت ژمنه کړې ده، چې سوري مخالفانو ته به "ناوژونکې وسلې" ورکړي، خو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې "په راتلونکي کې د هېڅ شي لرې امکان نه شته".
وېلیم هېګ ویلي، چې هېواد یې چې د سوریې په تړاو هر راز ګام اخلي، قانوني بڼه به لري، خپل ولس او نړیوالې ټولنې ته به یې پرېکړه ډاګیزه وي.
سیاسي حل
هېګ وویل: "تر هغو چې سوریه کې سیاسي حل نه وي رامنځ ته شوی، موږ د سوري مخالفانو ملاتړي یو، چې د سیاسي حل له لارې د خلکو ژوند وژغورو".
۷۰ زره

د سوري حکومت ضد پاڅون د ۲۰۱۱ په مارچ میاشت کې له سوله ییزو لاریونونو پیل شو، چې اوس دغه هېواد پوره کورنۍ جګړې ته لوېدلی.
روسیې د بشارالاسد سوري حکومت ته وسلې ورکړې، او څو ځلې یې د دغه هېواد پرضد د ملګرو ملتونو د بندیزونو مخالفت کړی دی.
روسیه په دې اند ده، چې ګني د سیاسي حل یوازېنۍ لار خبرې دي.
خو د برتانیا، فرانسې او ترکیې په ګډون ګڼ هېوادونه بیا وايي، چې په خبرو کې هېڅ پرمختګ نه راځي، د اروپايي اتحادیې له لوري باید مخالفانو ته د وسلو د ورکولو بندیزونه لرې شي.
ملګري ملتونه وايي، تر اوسه په سوري کړکېچ کې نژدې ۷۰ زره کسان وژل شوي.
د سوري حکومت ضد پاڅون د ۲۰۱۱ په مارچ میاشت کې له سوله ییزو لاریونونو پیل شو، چې اوس دغه هېواد پوره کورنۍ جګړې ته لوېدلی دی.












