
ښاغلي کمران وایې دې موضوع ته نه پاملرنه په سوریه کې خطر زیاتوي
د برتانيا لومړى وزير ډيويډ کمرون وايې دوی به د سوريې په تړاو اروپايي چلند او دريځ سره همغاړي پاتې شي خو په عينې حال کې يې دا هم ويلي دي چې که اروپايي ټولنه د وسلو په برخه کې په لگيدلی بنديز کې بدلون را نه ولي نو بيا برتانيا يو خپلواک هېواد دى ، خپله خپلواکه بهر نۍ تکلاره لرې ښايي او د وسلو لږيدلو بنديزونو په برخه کې به د خپلو شراېطو او تگلارو په رڼا کې پرېکړه وکړي.
لومړی وزير کمرون وایې د سوريې پر وړاندې بې پروا پاتې کيدل ښايي وضع نوره هم پسې خرابه کړي چې دا هر څه په سوریه کې د جهادي ډلو له ودې او پرمختگ نه ښه را جوتيږي.
ده د برتانيا د پارلمان غړو ته په وينا کې وويل که سوريه کې د واک د انتقال له بهیره ملاتړ کوي نو ددې معنى به دا وي چې بايد د حکو مت مخالفو ډلو سره کار وکړو .
په دې وروستیو کې بریتانیا او فرانسې هڅه وکړه چې په دغه بندیز کې یو څه نرمښت راشي خو بریالي نه شوو.
د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د بنديز په سر چې د مئ په مياشت کې نوی کيدونکې دی سره ويشلي دي .
فرانسه هم لکه د برتانيا په څير غواړي چې په دغه بنديز کې نرمښت راشي ځکه د حکو مت مخالفو ډلو ته د وسلو د تر لاسه کولو اجازه نه ورکوي.
خو د ټولنې بل غړى هیواد جرمني ويره لري چې دا به په سوريه او شا او خوا سیمو کې د وسلو خوريدو ته لاره هواره کړي .












