
محمد مرسي په تېر سپتمبر کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له امریکا غوښتي وو، چې عمر عبدالرحمن دې د بند پاتې موده په مصر کې تېره کړي.
مصري ولسمشر ویلي، چې د امریکا په سفر کې به له ولسمشر بارک اوباما د عمر عبدالرحمن د خوشي کېدو غوښتنه وکړي.
په پام کې ده چې محمد مرسي په راتلونکې مارچ کې امریکا ته سفر وکړي.
شیخ عمر عبدالرحمن د امریکا متحدو ایالتونو د "ترهګرۍ" په تور په عمري بند محکوم کړی دی.
ښاغلي مرسي دا څرګندونې له امریکايي تلوېزیون سي ان ان سره کړې دي.
دی وايي چې "په مارچ کې به امریکا ته سفر وکړم چې دې سفر ته زه ډېر خوشبین یم."
په پام کې وه، چې نوموړي د تېر ۲۰۱۲ په دسمبر کې واشنګټن ته ولاړ شي.
مرسي ویلي، په دې سفر کې به له امریکايي ولسمشر بارک اوباما سره د خبرو پرمهال د شیخ عمر عبدالرحمن د خوشي کېدو غوښتنه وکړي.
دی وايي، چې دا کار د انساني زړه سوي له کبله کوي، خو امریکايي قضايي قانون ته درناوی لري.
محمد مرسي په تېر سپتمبر کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له امریکا غوښتي وو، چې عمر عبدالرحمن دې د بند پاتې موده په مصر کې تېره کړي.
د امریکا قضايي ارګان په ۱۹۹۵ کال شیخ عمر عبدالرحمن د ترهګریزو بریدونو په تور په عمري بند محکوم کړ.
نوموړی په نیویارک کې د بریدونو طراح بلل شوی و.












