د مصر لومړی وزیر هشام کندیل وايي، په دې باور دی چې د پیسو له نړیوال صندوق سره د څو میلیاردو ډالرو د پور خبرې به په راتلونکې میاشت کې بیا پیل شي.
ښاغلي کندیل وویل دی باور نه کوي چې په پلان کې دې اساسي بدلون راشي.
د پیسو د نړیوال صندوق د څلور اعشاریه اته میلیاردو ډالرو پور موافقه د فبرورۍ په میاشت کې شوې وه خو د نویو سیاسي بې ثباتیو له امله وځنډول شوه.












