په عراق کې د نوي حکومت جوړېدل او ننګونې

په عراق کې له عامو ټاکنو اته مياشتې ورسته، دغه هېواد په پای کې داسې ښکاري چې د يوه نوی حکومت د جوړولو پر لور روان دی.
پارلمان خپل نوی مشر ټاکلی، او اوسنی ولسمشر جلال طالباني يې بيا وټاکه، چې په خپل وار يې اوسني لومړي وزير نوري المالکي ته بلنه ورکړه، چې د نوې ادارې د جوړولو هڅې پيل کړي.
خو دغه پرمختګ د ښاغلي مالکي د ستر سيال اياد علاوي او د هغه د ډېرو سنی پلويانو په غوسه او د پارلمان له غونډې په وتلو زيانمن شو.
دغه بهير په پوره ارام او دوديز ډول د قران په تلاوت پيل شو، چې دلته هر مهم او غټ فعاليت ورسره برانيستل کېږي.
پارلمان خپل نوی مشر وټاکه، چې په واقعيت کې د اياد علاوي پلوی دی، خو ستونزه له دې وروسته پيل شوه.
ښاغلی علاوي او د ده ټلوالې له پارلمان څخه وغوښتل چې د ده له دريو جګ پوړو سياسي ملګرو څخه لګېدلی تور داغ لېرې کړي.
پر دوی تور دی چې له پخواني بعث نظام سره يې اړيکي لرل.
دوی ويل دا هغه څه دي چې له لومړي وزير نوري المالکي سره يې پرې سلا کړې وه.
خو پارلمان خپل کار ته دوام ور کړ چې ولسمشر وټاکي.
له همدې امله ښاغلی علاوي او د ده ډېری سني ملګري په غوسه له پارلمانه ووتل، او پر ښاغلي مالکي يې د بد نيت تور ولګاوه.
د پارلمان غړې ندا جبوري هم د دوی له ډلې څخه وه:((موږ ووتلو، د العراقيه ټلواله د هېواد لپاره ووتله، دا د دې معنا لري ،دا چې له پيل څخه هېڅ باور نشته، د تېرو څلورو کلونو په څېر به نور څلور کلونه هم همداسې وي.))
خو پوښته دا ده چې له تړونه دغه سرغړونه څومره جدي ده؟
د چارو څېړونکی عمر مشهدانی وايي دا تر ډېره يو سياسي لوبغالی دی: ((دوی به بېرته راتلونکې غونډې ته ستنېږي، ښايی د دې اوونۍ په پای کې ستانه شي، چې نورې ډېرې خبرې به ورسره ملې وي.))
هر څوک پوهېږي چې په سياسي ډګر کې د سنيانو شتون ډېر مهم دی.
تېر ځل په همداسې وخت کې دوی د ګوښه والي احساس کاوه، او همدغه احساس په عراق کې د اورپکۍ ترشا يو خوځند ځواک و.
په تېرو څو اوونيو کې د تاوتريخوالي ډېرې پېښې وشوې.
همدا خلکو ته دا ورپه يادوي، که سنيانو ته بشپړ ځای ورنه کړل شي، نو حالت به څومره له ګواښه ډک وي؟



















