د غزې اوربند؛ ۱۳ تنه يرغمل شوي اسرائيل ته رسېدلي

د خپرېدو وخت

د اسرائیلو او حماس تر منځ غزه کې د څلور ورځنی اوربند له پيل وروسته، ۱۳ تنه يرغمل شوي وګړي اسرائيل ته رسېدلي دي. د اسرائيلو دفاع وزارت د دې کسانو د خوشي کېدو پخلی کړی او وايي په دغو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.

د راپورونو په وينا د اوربند هوکړې له مخې به حماس ۵۰ تنه هغه اسرائیلیان خوشي کړي، چې د اکتوبر پر ۷مه یې پر اسرائیل د برید پر مهال له ځان سره یرغمل بېولي وو او دغه راز به اسرائیل ۱۵۰ تنه فلسطیني بندیان له خپلو زندانونو خوشي کوي.

د اسرائيلو او حماس تر منځ اوربند د جمعې په ورځ د نومبر پر ۲۴ مه ځايي وخت د سهار اووه بجې پیل شو.

بل پلو د تایلنډ لومړي وزیر هم د حماس له خوا د ۱۲ تایلنډي يرغمل شویو د خوشي کولو اعلان کړی دی. ده ويلي، ۱۲ تایلنډي وګړي چې په غزه کې د حماس له خوا یرغمل شوي وو، خوشې شوي دي.

د مصر دولتي استخباراتو ویلي د "مصر پراخې هڅې د دې لامل شوې چې ۱۲ تایلنډیان خوشي شي."

حماس تر اوسه د دې خبر په اړه څه نه دي ویلي.

د تایلنډي وګړو خوشي کول د اسرائیلو او حماس ترمنځ د هغه تړون برخه نه ده چې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوی دی.

د اسرائیل او حماس تر منځ اوربند د قطر په منځګړیتوب رامنځته شوی دی. له دې مخکې قطري چارواکو هیله ښودلې وه چې د غزې جګړه کې دا لنډ مهالی اور تم به په دایمي اوربند بدل شي.

اسرائیل وايي، د اوربند پرمهال به یې ځواکونه د غزې دننه د اوربند پر کرښو ځای پرځای وي.

بشري مرستندویه بنسټونو له وړاندې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د لنډمهال اوربند هرکلی کړی دی.

یونیسف: اوربند ښايي کورنیو ته د خپلو مړو خښولو فرصت ورکړي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) ویاند جیمز ایلډر، چې پرون غزې ته رسېدلی، وايي، فلسطینیان کولای شي له دې اوربند څخه د تر خاورو لاندې ماشومانو لټون او یا د خپلو مړو د خښولو لپاره کار واخلي.

نوموړي بي بي سي ته وویل، "په شمال کې ښايي زر تنه ماشومان تر ودانيو او خاورو لاندې وي. دا اوربند ښايي خلکو ته دا موقع ورکړي چې د خپلو کورنیو په غړو پسې وګرځي او يا کورنیو ته دا فرصت ورکړي چې خپل مړي خاورو ته وسپاري."

په همدې مهال په غزه کې بې ځایه شوي فلسطینیان خپلو کورونو ته د ستنېدو هڅې کوي خو د غزې په جنوبي برخه کې د اسرائیلو پوځ خلکو ته د غزې شمالي سیمو ته د نه تلو مشوره ورکړې.

پوځ په اعلاميو کې ويلي، "اورتم لنډمهالی دی او د غزې شمالي سیمه د جګړې ډګر دی."

بل پلو د حماس سیاسي څانګې مشر اسماعيل هنيه چې اوسمهال په قطر کې دي ویلي، "ټولې خواوې که هوکړه عملي کړي دوی له اسرائیلو سره اوربند او د یرغملو شويو کسانو د تبادلې هوکړې ته ژمن دي."