لوړپوړی اسرائیلی چارواکی وايي، په غزه کې یرغمل کسان به له جمعې ورځې مخکې خوشي نه شي

Smoke rises over Gaza

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

یوه لوړ پوړي اسرائیلي چارواکي ویلي، هغه اسرائیلیان به له جمعې ورځې مخکې خوشي نه شي چې غزې ته د یرغمل په توګه بیول شوي دي. مخکې داسې تمه کېده چې د پنجشنبې پر ورځ به د غزې جګړه کې یوه وقفه راشي، خو د اسرائیل حکومت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، اوس دا اورتم هم ځنډول شوی دی.

د اسرائیل ملي امنیت شورا مشر تزاچي هانګبي وویل، د حماس له لوري یرغمل شوي اسرائیلیان به له جمعې ورځې مخکې خوشي نه شي. نوموړي په هغه اعلامیه کې چې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو له دفتره خپره شوې زیاته کړې ده: ''زموږ د یرغمل شویو کسانو خوشي کېدو لپاره مذاکرات پرمخ ځي او پرلپسې روان دي. ''

له دې مخکې د اسرائیل بهرنیو چارو وزیر ویلي و، چې تمه کېږي لومړنی خوشی شوی یرغمل کس به پر پنجنشبه ستون شي.

په بیت المقدس کې د بي بي سي خبریاله اورلا ګیورین وايي، هلته د دې خنډ رامنځته کېدو په هکله ضد او نقیض رپوټونه ورکول کېږي. ځینې وايي، لامل یې دا دی چې حماس د اورتم هوکړه نه ده تائید کړې، خو ځینې نور بیا وايي، حماس تر اوسه اسرائیل ته د هغو کسانو لیست تر اوسه نه ورکړی، چې د تبادلې پر لومړۍ ورځ به خوشي کېږي او دا میکانیزم د هوکړې یوه برخه بلل کېږي.

د بي بي سي خبریاله وايي، د اسرائیل حکومت یوې سرچینې نیم ساعت مخکې راته وویل چې دوی فکر کوي دا کوچنۍ ستونزه ده چې باید هواره شي او تر پنجشنبې پورې به هواره شي. که موضوع همدا وي، نو فکر کېږي چې د جمعې تر ورځې به مسائل پر سم لوري روان شي.

Protesters hold signs demanding the liberation of hostages who are being held in the Gaza Strip

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مظاهره کوونکي په غزه کې د یرغمل شویو اسرائیلیانو خوشي کېدو غوښتنه کوي.

د پلان شوې هوکړې له مخې به د حماس له لوري ۵۰ یرغمل اسرائیلیان خوشي کېږي او په ورته مهال به له اسرائیلي زندانونو ۱۵۰ فلسطینیان چې ښځې او ځوانان پکې شامل دي، خوشي شي.

په ورته مهال په غزه کې د اسرائیل ځمکني او هوايي پوځي عملیات روان دي او د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو پر حماس د 'غوڅ بري ' موندلو ژمنه کړې.

اسرائیلي ځواکونو له هغه وروسته پر غزه بریدونه پیل کړل، چې د اکتوبر پر اوومه حماس وسله وال اسرائیل ته ننوتل، په بېلابېلو بریدونو کې یې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ کسان یې د یرغمل په توګه له ځان سره ولېږدول.

په غزه کې د عامې روغتیا وزارت چې حماس یې چارې کنټرولوي وايي، د ۵۰۰۰ ماشومانو په ګډون د اسرائیلي ځواکونو بریدونو کې تر اوسه له ۱۴۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.