تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین ختیځ کې د روسیې برید کې لسګونه کسان وژل شوي
د اوکرایین په شمال ختیځ کې د روسیې بریدونو له کبله لږ تر لږه ۴۹ کسان وژل شوي دي. دا بریدونه د خارکایېف سیمې په هروزا نومي کلي کې شوي دي.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زیلېنسکي پر ټیلیګرام نومې خواله رسنۍ لیکلي، چې روسیې د خوراکي توکو یو پلورنځی په نښه کړی دی.
ولسمشر زیلېنسکي دا پېښه سخته غندلې او د مسکو له لوري یې یوه ''توکمیزه ټولوژنه '' بللې ده.
د اوکرایین کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمېنکو وايي، هغه مهال چې پر دې کېفې بمباري شوې، نژدې درې سوه کسان پکې راټول شوي وو.
د یادونې ده، چې له دې مخکې بمبار شوی ځای د خوراکي توکو یو پلورنځی بلل شوی و. د اوکرايين انټرفاکس خبري اژانس په رپوت کې ویل شوي، ځايي خلک د همدې کلي د یوه مړه شوي کلیوال په مراسمو کې د ګډون لپاره یو ځای شوي وو، چې بمباري پرې وشوه.
د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر وايي، پر هروزا نومي کلي د برید لپاره اسکاندر ډوله روسی توغندی کارول شوی دی. بي بي سي نه ده توانېدلې له خپلواکو سرچینو د اوکرایین کورنیو چارو وزیر د دې ادعا پخلی ترلاسه کړي.
د کورنیو چارو وزیر وايي: ''په دې مراسمو کې د کلي ټولټال ۳۰۰ کسان یو ځای شوي وو. ''
په تازه رپوټونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰ یاد شوی دی.
د اوکرایین دفاع وزارت هم دې پېښې ته غبرګون څرګند کړی دی. دفاع وزارت پر خواله رسنۍ ایکس، چې مخکې د ټویټر په نامه یادېده د پېښې له ځایه داسې تصویرونه خپاره کړي، چې مرستندویان د پېښې په ځای کې ښيي.
د اوکرایین دفاع وزارت په دې پیغام کې د روسیې پوځیان ''ترهګر '' بللي او په وینا یې په ''لوی لاس یې داسې حال کې برید کړی، چې خلک د ډوډۍ خوړلو لپاره یو ځای شوي وو، چې دې سره د ډېرو کسانو وژل شوني شي. '' په پیغام کې زیاته شوې چې د پېښې په ځای کې هېڅ ډول پوځي هدفونه نه شته او په وینا یې دا ناوړه برید د اوکرایین خلکو ډارولو لپاره شوی.
د یادونې ده، چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د اوکرایین جګړې له پیل راهیسې د هروزا نومي کلي دا برید په اوکرایین کې له ترسره شویو خورا خونړیو بریدونو یو بلل کېږي. له دې مخکې د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې پر هغه تیاتر ودانۍ برید وشو، چې ملکي خلکو پکې پناه اخیستې وه.
که څه هم د هغه برید د تلفاتو کره شمېر نه دی ترلاسه شوی، خو یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي وو، چې په هغه برید کې تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي وو.
د ایسوشیټیډ پریس په رپوټ کې بیا د وژل شویو کسانو شمېر ان تر ۶۰۰ تنو پورې اټکل شوی و. دغه راز د تېر کال په جولای کې پلازمېنې کیېف ته نژدې وینېتسیا سیمه کې د یوه برید له کبله د ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان وژل شوي وو.
په جنورۍ میاشت کې بیا دنیپرو سیمه کې د استوګنې پر یوه ودانۍ د روسي توغندیو لګېدو له کبله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي وو.
په دا نژدې وروستیو کې بیا په ختیځ ښار کوستیانتینیویکا کې د روسیې یوه برید له کبله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي وو.