تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په هند کې د کرنیزو محصولاتو کموالی ولې یو نړیوال ګواښ بلل کېږي؟
- Author, نیکیل انامدار
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د اقلیمي بدلونونو له امله په هندوستان کې د کرنیزو محصولاتو تولید لږ شوی چې ورسره په دغه هېواد کې یوازې په اګست میاشت کې د ځینو خوراکي توکو بیې ۱۱ سلنه لوړې شوې دي.
په داسې حال کې چې هلته د رومیانو بيه په دوبي کې یو څه ښه شوې وه خو د پیازو، دالونو، وریجو او ځینو نورو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
اوس اندېښنه دا ده چې که په هندوستان کې کرنیز محصولات کم شي او پر صادراتو محدویتونه او بندیز ولګول شي ښايي په نورو هېوادونو کې هم د خوراکي توکو بیې پاموړ ورسره لوړې شي.
هندوستان په نړۍ کې د سبزیجاتو او نورو خوراکي توکو یو لوی صادرونکي هېواد ګڼل کېږي، خو اقلیمي بدلونونه د دې لامل شوي چې په دې هېواد کې کرنیز محصولات کم شي چې ورسره د ځینو خوراکي توکو بیې پام وړ لوړې شوې دي.
ویل شوي چې د اګست میاشت له تېرې یوې پیړۍ راهیسې تر ټولو وچه وه او یوازې په همدې میاشت کې د ځینو ډېرو کاریدونکو خوراکي توکو بیې تر ۱۱ سلنې لوړې شوې دي.
اوس په هندي بازارونو کې پیاز د تېر پرتله په ۲۰ سلنه لوړه بیه پلور کېږي، دغه راز د دالونو او ترکاریو بیې هم د تېر پرتله لوړې شي چې بې وزله کورنۍ یې له ستونزو سره مخامخ کړې. په هندوستان کې په کور دننه هم ګڼ شمېر خلک سبزیجات، دالونه او نور کرنیز محصولات کاروي.
د هندوستان حکومت د خوراکي توکو د کنترول او بیو د ټېټولو لپاره یو لړ اقدامات کړي او او په ترڅ کې یې تېر کال د غنمو پر صادراتو له بندیز وروسته تېره میاشت د وریجو د ځینو بڼو پر صادراتو هم بندیز ولګاوه.
اوس تازه د هندوستان د مالیې وزارت د پیازو پر صادراتو مالیه ۴۰ سلنې ته لوړه کړه چې موخه یې د پیازو د صادراتو کمول او په کور دننه د پیازو اړتیا پوره کول په ګوته شوې ده. دغه راز سږکال په هندوستان کې د تېرو کلونو پرتله لږه شکره یا بوره تولید شوې او په پام کې ده چې د شکرې پر صادراتو هم بندیز ولګول شي.
ځیني کارپوهان وايي له هغو بندیزونو سره چې وار دمخه د خوراکي توکو پر صادراتو لګول شوي بیا هم په کور دننه اړتیاوې نه پوره کېږي، ځکه نو اړتیا ده چې پر ځینو توکو په بشپړ ډول بندیز ولګول شي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوې لسیزې کې هندوستان نورو هېوادونو ته په پراخه کچه وریجې، شکره او پیاز صادر کړي او اوس مهال د وریجو له پلوه د نړیوال بازار ۴۰ سلنه اړتیا هندوستان پوره کوي.
د هندوستان لخوا د وریجو د ځینو بڼو پر صادراتو بندیز د دې لامل شوی چې په نورو هېوادونو کې هم د وریجو بیه تر شل سلنې پورې لوړه شي.
۴۲ اسیايي او افریقايي هېوادونه د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره په بشپړه توګه له هندوستانه خوراکي توکي واردوي.
اوس نو اندېښنه دا ده چې که له هندوستانه پر صادراتو لا نور محدودیتونه لګول کېږي کېدای شي چې په نړیوال مارکیټ او دغو هېوادونو کې هم د توکیو بیې چې له وړاندې نه ختلي دي لا لوړې شي.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک اټکل کړی و چې په روان ۲۰۲۳ کال کې به د خوراکي توکو بیې د ۲۰۲۲ کال پرتله ټېټې وي.