روسیې د اوکرایین پر اودیسا بندري ښار نور راکټي‌ بریدونه کړي

د خپرېدو وخت

اوکرایین کې چارواکي‌ وايي چې روسي ځواکونو د دغه هېواد په اودیسا بندري ښار کې د توغندیو تازه بریدونه کړي دي.‌

دوی په دغو بریدونو کې د یوه کس د وژل کېدو او ۱۹ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.‌

د اودیسا والي 'اولېه کیپر' ویلي، چې د ۴ ماشومانو په ګډون ۱۴ ټپيان روغتون کې بستر شوي دي.

هاخوا د اودیسا ښاري شورا وايي‌ دغو بریدونو کې یوې تاریخي کلیسا ته هم زیان اوښتی.

د دغې اورتودوکس کلیسا په اړه ویل شوي چې بنسټ یې په ۱۸۰۹م کال اېښودل شوی،‌ خو په ۱۹۳۹ کال د پخواني شوروي‌اتحاد لخوا ړنګه او په ۲۰۰۳ کال له سره رغول شوې وه.‌

مسکو تېره دوشنبه له اوکرایینه د غلو دانو د صادراتو له مهمې هوکړې تر وتلو وروسته په دویسا ښار پرله پسې بریدونه کوي.

ښاغلي‌ کیپر پر خپل ټېلېګرام لیکلي چې په دغو تازه بریدونو کې د ملکي استوګنې شپږو ودانیو ته زیان اوښتی.

دا بریدونه داسې مهال شوي چې د اوکرایین د ولسمشرۍ دفتر رییس اندري ېرماک له لوېدیزه د نورو توغندیو او دفاعي‌ سیستمونو غوښتنه تکرار کړې.‌

په خواله رسنیو د دغه بریدونو ځینو ویډوګانې هم خپرې شوې دي.‌

د ملګرو ملتونو د کلتوري‌میراثونو اژانس 'یونسکو' په وار وار له روسیې غوښتي چې پر اودیسا ښار دې بریدونه نه کوي.

دغه سازمان روان کال د مسکو له مخالفت سره سره د اودیسا تاریخي‌ مرکز له خطر سره یو مخامخ نړیوال کلتوري‌ میراث اعلان کړ.

چارواکو روانه اوونۍ هم دغلته د روسیې یوه برید کې د ۶۰ زره ټڼه غلې د لمنځه تللو خبر ورکړ.‌

اودیسا د اوکرایین تر ټولو ستر سمندري‌ بندر دی او د هوکړې پر مهال میلیونونه ټڼه غله صادره شوې ده.‌

له اوکرایینه د غلو دانو صادراتو ته د اجازې ورکولو هوکړه پّ ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړېتوب شوې وه.‌