تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: د تور سمندر له لارې د غلې صادراتو تړون نه نوي کېدل به سختې بشري پایلې ولري
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
ملګرو ملتونو ویلي د تور سمندر له لارې د غلې د صادراتو د تړون نه نوي کېدل به سختې بشري پایلې ولري. د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارټین ګرېفېټ خبرداری ورکړی چې له تړونه د روسیې د وتلو پرېکړه د خلکو ژوند ګواښي.
د لوږې او قحطۍ له خطر سره د میلیونو وګړو د مخامخېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د یوه لوړ پوړي چارواکي اندېښنه وروسته له هغه څرګنده شوې چې روسیې د اوکرایین د غلو د صادراتو تړون د نه نوي کولو پرېکړه وکړه. د تړون موده تېره دوشنبه ختمه شوه.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارتین ګرېفېټ خبرداری ورکړ ی چې د تور سمندرګي د غلې له تړونه د روسیې د وتلو د پرېکړې له امله ښايي ډېر شمېر خلک ژوند وبایلي.
ښاغلي ګرېفېټ چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې یې دا څرګندونې کولې وویل، د روسیې پرېکړه د وګړو ژوند ګواښي.
نوموړي زیاته کړه:
''دا اونۍ د خفګان او ناهیلۍ وه. خو دا بیا ۳۶۲ میلیونه خلکو لپاره د خفګان او ناهیلۍ خبره نه، بلکې د هغوی او د هغوی د ماشومانو او کورنیو راتلونکي لپاره د ګواښ مسئله ده. هغوی خفه نه دي. هغوي په غوسه دي. هغوی اندېښمن دي. ځینې به یې وږي پاتې شي، ځینې به له لوږې خپل ژوند وبایلي. د دغې پرېکړې له امله ښايي ډېر شمېر کسان مړه شي ''.
روسیه نه یوازې د غلو د صادراتو له تړونه ووتله، بلکې ویې ویل چې د غلو د بارولو په موخه د اوکرایین سمندرغاړو ته تلونکې هرې بېړۍ ته د پوځې موخې په سترګه ګوري، خو ملګرو ملتونو ویلي په تور سمندر کې ملکي بېړیو ته ګواښ د منلو نه دی. د یادې ادارې یوې لوړ پوړې چارواکې روزماري ډېکارلو پر ټولو غاړو نړیوالو قوانینو ته د درناوي غږ وکړ:
''د تور سمندرګي په اوبو کې ګرځېدونکو بېړیو ته د هغوی د په نښه کولو ګواښ د منلو نه دی. موږ همداراز سمندر کې د ماینونو د اېښودو د رپوټونو په تړاو هم اندېښمن یو چې د ملکي بېړیو چلن له خطر سره مخامخوی. موږ په ټینګه له نورو داسې شعارونو او کړنو د ډډه کولو غوښتنه کوو چې وار له مخه خطرناکه شوی حالت لا خطرناکوي. تور سمندرګي ته د شخړې د غځېدو د هر راز خطر که تصادف وي او که په لوی لاس باید یې مخنیوی وشي او هغه په هره بیه چې وي. ''
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن ویلي دوی د غلو د لېږد لپاره بدیلې لارې ګوري خو وايي ډېره ډېره ستونزمنه ده او بدیلې لارې ښايي د هومره غلو د لېږد شونتیا ونلري چې ورته اړتیا ده.
د تړون له نوي کولو د روسیې له انکار وروسته، وار له مخه د نړۍ به لروبر کې د غنمو بیې لوړې شوې.
پر اوکرایین د روسیې له برید او د تورسمندر د بندر له کلابندۍ وروسته ۲۰ میلیون ټنه غله چې صادرېدو لپاره چمتو وه اوکرایین کې بنده پاته شوه، چې له امله یې د خوړو بیې ډېرې لوړې شوې او په منځني ختیځ او افریقا کې د خوړو د کمښت ګواښ رامنځته شو.
د ترکیې په منځګړیتوب د د روسیې او اوکرایین ترمنځ د غلو د صادراتو لپاره یوه هوکړه لاسلیک شو چې د جولای پر ۱۷ پای ته ورسېد او روسیې یې نوي کولو ته نه وویل.
تېر یوه کال کې له اوکرایین د صادر شویو خوړو ۵۷ سلنه مخ پر ودې هېوادونو او ۴۳ سلنه پرمختللو هېوادونو ته ورکړل شوي.