تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کرایمیا پر پول د 'بېړني وضعیت' له کبله دوه کسان مړه شوي
روسي چارواکي وايي دوه کسان د دغه هېواد او کرایمیا ټاپو وزمې پر نښلوونکې پله د هغه څه له کبله مړه شوي، چې دوی "بېړنی حالت" بللی.
که څه د دوشنبې سهار وختي په دې سیمه کې د چاودنې غږ د اورېدل کېدو ناتایید شوي رپوټونه هم خپاره شوي، خو تر اوسه دا نه دي ویل شوي چې دغلته دې برید شوی وي.
روسیې د اوکرایین کرایمیا ټاپو وزمه په ۲۰۱۴ کال کې ونیوه او وروسته یې د همدغه پله په وسیله چې موټرونه او اورګاډي پر تګ راتګ کوي، له خپلې خاورې سره وتړله.
دغه پول په ۲۰۱۸ کال کې پرانیستل شوی او اوس د سفر او اکمالاتو مهمه لار ده.
د یادونې ده چې د دغه پله ځینې برخې د ۲۰۲۲ کال اکتوبر کې د یوې چاودنې له کبله وتړل شوې خو د روان کال فبرورۍ کې بېرته پرانیستل شو.
د روسیې لخوا کرایمیا ته ټاکل شوې مشر سرګیې اکسیونوف پر خپل ټېلېګرام لیکلي: "د کرایمیا پر پله تګ راتګ درول شوی او یوه بېړنۍ پېښه رامنځته شوې ده."
هغه زیاته کړې "د قانون نافذونکي سازمانونه او مسوول اورګانونه د ستونزې پر حل بوخت دي، او عادي حالت ته د وضعیت ګرځولو لپاره لومړني ګامونه اخیستل شوي دي."
نوموړي د دغه پیغام پای کې ویلي "دمګړۍ شرایطو ته به کتو د ټاپو وزمې له اوسېدونکو او مېلمنو غواړم چې د کرایمیا پر پله له تېرېدو ډډه وکړي او د امنیتي دلایلو له کبله دې نورې بدیلې او نوې ځمکنۍ لارې وټاکي."
د روسیې د لوېدیځ بلګوراد سیمې والي ویاچسلاو ګلادکوف هم د ټېلېګرام یوه پیغام کې لیکلي دا پېښه 'بېړنۍ وضعیت' بللی.
هغه ویلي، دوه کسانو چې د یوې پیغلوټې مور او پلار دي په دې پېښه کې ژوند بایللی دی.
د روسیې ترانسپورت وزارت بیا وايي چې چاودنې د پله ستنو ته زیان نه دی رسولی او یوازې سړک خراب شوی.
د بيبيسي روسي څانګه وايي دغه پله سره موازي د بېړیو د تېرېدو لار هم تړل شوې ده.
د روسیې تاس خبري اژانس بیا د اورګاډو د ځايي ادارو په حواله ویلي چې د اورګاډي هم ښايي له ځنډ سره مخ شي.
تر اوسه پر دغه پله تېر اکتوبر کې د شوې چاودنې ټول جزییات هم ډاګیز شوي نه دي.
هغه وخت ظاهرآ د امنیتي کمرو په وسیله په اخیستل شوې ویډیو کې ښکارېدل چې له پله د اور یوه ستره لمبه پورته کېږي.
اوکراییني چارواکو که څه هم تر دې پېښې وړاندې په وار وار پر دغه پله د برید وړاندیز کړی و، خو تر برید وروسته یې د دې چاودنې د مسوولیت له منلو ډډه وکړه.
دا تازه پېښه داسې مهال شوې چې نن دوشنبه له اوکرایین د غلو دانو د صادرېدو لپاره د اجازې هوکړه پای ته رسېږي.
دا هوکړه تېر کال د ملګرو ملتونو تر څار لاندې لاسلیک شوې وه.
اوکرایین او روسیه نړۍ کې د غلو تر ټولو ستر صادرونکي دي.
دا هوکړه له دې کبله شوې چې اوکرایین کې روانه جګړه په نړۍ کې د خوراکيتوکو د کمېدو لامل نه شي.
مسکو تر اوسه د دې هوکړې غځېدل نه دي منلي.