بریتانیا: پر اوکرایین د روسیې برید له امله امریکا کيېف ته د کلسټر بمبونو استولو پرېکړه کړې

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر جوبایډن په لېتوانیا کې د ناټو په سرمشریزې کې له ګډون مخکې د بریتانیا له لومړي وزیر او پاچا سره کتلي دي.
د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک له ښاغلي بایدن سره په لنډه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي او امنیتي همکاریو ټینګار کړی دی.
ټاکل شوې ده سبا ته دی او د ناټو غړي هېوادونه په لېتوانیا کې د ناټو په کلنۍ سرمشریزې کې ګډون وکړي.
د بریتانیا لومړي وزیر ویلي، پر اوکرایین د روسیې برید له امله امریکا کيېف ته د کلسټر يا وږيزو بمونو استولو پرېکړه کړې.
کلسټر بم په هوا کې چوي، هر لور ته کوچني بمونه خوروي چې ویل کېږي ملکیانو ته ډېره مرګژوبله اړوي.
د بریتانیا لومړي وزیر زیاته کړې "دغه پرېکړه د امریکا لپاره ګرانه وه" خو پر اوکرایین د برید له امله پر امریکا "تحمیل" شوه.
تېره اوونۍ د بریتانیا په ګډون د ناټو نورو غړو هېوادونو، د امریکا له خوا اوکرایین ته د کلسټر (خوشه يي) بمونو د ورکولو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
ولسمشر بایډن د بریتانیا له لومړي وزیر سره په کتنه کې ویلي، "تر دې (بریتانیا) بل نژدې ملګري او متحد نشته. موږ ډېر څه لرو چې خبرې پرې وکړو. زه فکر کوم چې سره جوړ راځو خو اړیکي مو مثبتې دي."
ښاغلي سوناک دا هم ویلي چې بریتانیا او امریکا به "د ناټو غړو هېوادونو د امنیت لپاره هر هغه څه وکړي چې په وس کې یې پوره وی."
ناټو کې د سویډن غړیتوب

د عکس سرچینه، Reuters
بل لور ته د ترکیې ولسمشر ویلي هېواد به یې هله په ناټو کې د سویډن غړیتوب ته رایه ورکړي چې ترکیې ته په اروپايي ټولنې کې غړیتوب ورکړل شي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي هېواد به یې هله په ناټو کې د سویډن غړیتوب ته رایه ورکړي چې ترکیې ته په اروپايي ټولنې کې غړیتوب ورکړل شي. نوموړي سرمشریزې ته تر روانېدو وړاندې وویل چې له ترکیې دې څوک د جوړجاړي تمه نه لري.
نوموړي ويلي، "لومړی، په اروپايي ټولنې کې ترکیې د غړیتوب لار پرانیزئ، بیا به یې موږ سویډن ته پرانیزو. لکه څرنګه چې مو فنلنډ ته پرانیسته. په دې اړه، مې عین شی بېګاه شپه ښاغلي بایډن ته هم وویل او په وېلنیوس کې به هم ورته خبره وکړم."
تمه دا ده چې ولسشمر زېلینسکي به د امریکا په مشرۍ د ناټو دغې سرمشریزې کې یوځل بیا ټینګار وکړي چې هېواد یې د روسیې له خوا د بلې شوې جګړې تر پای ته رسېدو سملاسي د ناټو غړی وګرځول شي.
پر اوکرایین د روسیې د یرغل تېره اوونۍ ۵۰۰ ورځ پوره شوې. پر دغه ورځ د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د دغه هېواد د مقاومت سمبول (سنېک یا د مار ټاپو) ته تللی او هلته یې د خپل سفر یوه ويډیو خپره کړې وه.
پر ټیلیګرام خپره شوې یوه وېډیو کې چې نېټه نه ده روښانه شوې، زېلېنسکي ویلي، دا یو ثابت حقیقت دی چې اوکرایین د ۲۰۲۲ د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې پر اوکرایین د روسیې له یرغل پیلېدو راهیسې هره لوېشت هغه ځمکه بېرته ونیسو چې روسیې لاندې کړې ده.
خو که اوکرایین له روسیې نيول شوې سیمې بېرته نیسي، ښايي لا ډېر د لوېديځ پيسو او پوځي مرستې ته اړتیا ولري.

د عکس سرچینه، Reuters



















