ولې اولاد؟ څومره اولاد؟

پلار او زوی

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, اسدالله غضنفر
    • دنده, لیکوال او کره کتونکی
  • د خپرېدو وخت

د پاچا عادت و چې د شپې په تیاره کې به ښار ته راووت، په کوڅو کې به ګرځېده. یوه شپه یې د یوې ډېرې خوارې جونګړې له منځه د کټ، کټ مسته خندا واورېده.

سوال ورپیدا شو چې په دومره غریب کور کې دومره خوشحالي؟ څو شپې سر په سر د جونګړې خوا ته ورتاو شو او هر ځل یې هلته د یوې ښځې او نارینه د خندا اوازونه واورېدل. اخر یې یوه ورځ دربار ته وروبلل چې د مستي او خوشحالي د راز پوښتنه ورنه وکړي.

سړي وویل: ''صاحبه، موږ یو طلایي توپ لرو. ماښام چې ستړی ستومانه له کاره راشم، زه او مېرمن مې د خوب تر وخته پورې له توپ سره ساتېري کوو او سره خاندو. ''

پاچا وویل: ''توپ په څو راکوئ، زه یې اخلم! ''

ښځې او مېړه یو بل ته وکتل، ویې ویل: ''هغه د خرڅېدو نه دی، موږ خپل ماشوم ته طلایی توپ وایو. ''

ماشوم

د عکس سرچینه، AFP

ګڼ خلک چې اولاد غواړي، داسې ګڼي چې ماشوم د کور ژوند ته مستي او خوشحالي وربخښي. له ماشومه خوند اخیستلو ته د کابو هر چا سودا وي. له بلې خوا ډېر کسان فکر کوي چې د اولاد په وجه به له مرګه وروسته هېر نه شي او دعا ګوی به لري.

د زامنو ګټې وټې ته تمه لرل، په تېره بیا زموږ په څېر بې وزلیو ټولنو کې، د اولاد د پیدا کولو بل لوی علت دی. دغه راز په زړبودن، ناروغۍ یا ورځنیو چارو کې د اولاد مرستې ته امېد لرل او تکیه ورباندې کول عامه خبره ده.

زموږ په ټولنو کې بې اولاده کس که ځان نیمګړی هم ونه ویني، نور یې نیمګړی بولي. یو به ورته وایي، په لمانځه کې مې ولا دعا درته وکړه چې خدای اولاد درکړي او بل به پسې وایي، خدای پېژندلی دی چې اولاد نه ورکوي.

د اولاد د لرلو ارزو مختلف رواني، اقتصادي او اجتماعي دلایل لري. دلایل به ډېر وي خو د خیر خبره دا ده چې د خلکو لوی اکثریت اولاد غواړي، کنه نو انساني نسل به مخ په ختمېدو و.

ماشوم

د عکس سرچینه، AFP

په اوسنی وخت کې د ټولنو په مخ کې پروت لوی سوال دا دی چې څومره اولاد؟ دا سوال ځکه مهم دی چې د اوسني طب په برکت د ماشومانو مړینه خورا کمه شوې ده. که په زوکړه کې کنټرول نه وي، د لوږې او بېکاري مقابله مشکله کېږي.

له بلې خوا اوسنی ژوند خورا پېچلی دی او لایقو، متخصصو وګړیو ته اړتیا پکې زیاته ده. نو که میندې او پلرونه دومره ډېر اولاد پیدا کوي چې دوی او ټولنې ته یې پالل او روزل سخته وي، آینده طبعا مطمینه نه ده.

همدا اوس په افغانستان او ګڼو نورو بېوزلو هېوادونو کې بې شمېره ماشومان د ناوړې تغذیې مشکل لري. معنا دا چې ذهني او جسمي وده یې له خنډ سره مخ ده. لویه برخه ماشومان مو له ښوونځي محروم دي او لویه برخه ښوونځي مو مناسب ښوونکي، ودانۍ یا حتا درسي کتابونه نلري.

په دوه زره اوولسم کال کې برتانوي مجلې ټایمز هایر ایجوکېشن له پنځو لویو ساینسپوهانو چې د نوبل جایزې یې اخیستې وې، پوښتنه وکړه: ''د بشر لپاره تر ټولو لوی خطر کوم دی؟ ''

د دوی ځواب و: ''د نفوسو چټکه وده او د چاپېریال خرابېدا. ''

له دغسې خبرو سره سره په وروسته پاتې نړۍ کې ډېرې کورنۍ ډېر ماشومان زېږوي.

ماشوم

د عکس سرچینه، AFP

د زیاتو ماشومانو د زېږولو یو علت دا دی چې مور و پلار لکه خپل ژوند ته چې بې پلانه، بې پروګرامه وي، د اولاد آینده هم د مني د پاڼو غوندې د تقدیر په بادونو سپاري.

په افغانستان کې د راتلونکو یا نوږېږو ماشومانو په اړه بیا بیا اورو چې بار یې مځکه وړي او روزي خدای ورکوي. ځینو ته به دغسې چلند د لټو او ساده خلکو کار ښکاري. البته، داسې ډېر کسان شته چې لټ او ساده یې نه شو بللای مګر اولاد یې ماشاالله تر درجن کم نه وي.

په هغو ټولنو کې چې قانون حاکم نه وي یا اقتصاد کمزوری وي، خلک ځانونه خوندي نه احساسوي. د اولاد زیاتول د ځان خوندي کولو وېرې ته یو ځواب دی. پخوانو متل کړی دی چې تربور ته مې بې وروره مه کړې او ورور ته بې زویه.

له بلې خوا په وروسته پاتې چاپېریال کې دا امکان هم شته چې ښځې په ټولنه کې فعال حضور ونلري. د دې شي نتیجه دا راوځي چې د نوم ګټلو، پیسو ګټلو او ځان امن احساسولو لپاره زوی ضرور وګڼل شي، نه لور.

متل دی وایي ، د خدای او بنده اراده یوه نه وي. مور و پلار به زوی غواړي، خدای به لوڼې ورکوي او چې زوی یې پیدا شي، د زوی جوړه کېدو ته یې سودا شي او په دې ډول ډېر ځله د اولاد اندازه تر درجن واوړي.

که په افغانستان کې یوه لوستې کورنۍ یوه لور او یو زوی ولري او صرف د یوه بل اولاد ارزو ورسره وي، په غالب ګومان بل به هم زوی غواړي. دغه لوستې کورنۍ ممکن په دې ښه پوه وي چې د لور او زوی فرق نشته خو اجتماعي واقعیتونه یې د زوی لرلو ته هڅوي.

دوی د جوړه کېدو اړتیا ځکه ویني چې د بدیو، دښمنیو، ناامنیو او کمزورو صحي خدماتو په وجه د مړینې خطر زیات احساسېږي. مور و پلار فکر کوي چې که خدای مکړه یو زوی یې ومري، بل خو به ورته پاته وي.

د پښتو نکلونو په مشهور کتاب ملی هینداره کې اکثره نکلونه په دې شروع کېږي چې د خان د کور دروازې ته ملنګ ودرېږي، هل وکړي، خیرات وغواړي. د خان ماینه په بدل کې زوی وغواړي، ملنګ مڼه دم کړي او وروسته بیا خان د اوو زامنو پلار شي.

زموږ په خپله زمانه کې هم د کوډګرو او تعویذګرو په مشتریانو او د ځینو قبرونو په زیارت کوونکو کې یوه لویه برخه هغوی جوړوي چې اولاد او خصوصا زوی ته یې زړه کېږي.

په افغانستان کې داسې کورنۍ کمې نه دي چې دوه نه بلکې ډېر زامن غواړي، ځکه که یو هم پکې تکړه شي، مور و پلار به یې په میدان نه پاتېږي.

ماشوم

د عکس سرچینه، AFP

پخوانو میندو به دعا کوله:

خدایه کمکي هلکان لوی کړې

چې له کشمیره به راوړي سورکي شالونه

خو څرنګه چې د ګڼ اولاد د سمې روزنې امکان کمېږي، نو وروسته بیا ممکن د شالونو ځای کورني جنجالونه ونیسي.

که څه هم د اولاد د پاللو خدمت د مور په غاړه وي، دا مور وي چې ماشوم ته شپې رڼې تېروي او دا مور وي چې د اولاد د زوکړې په وخت ان د مرګ خطر په غاړه اخلي، خو له دې سره سره په افغانستان کې میندې ممکن د ګڼ اولاد لرلو ته خپه نه شي، ځکه دا ټول تکلیفونه یوې خوا ته او د بن لرلو وېره بلې خوا ته.

ځینې کسان د ګڼو اولادونو غوښتنه له عقیدې سره تړي او وایي چې خلک د دیني باورونو په خاطر د اولاد شمېر نه محدودوي خو په عمل کې وینو چې د زوکړو د کمېدو یا نه کمېدو اصلي علتونه نور دي.

څو پنځوس کاله پخوا د اوسني بنګله دېش نفوس تر پاکستان (د هغه وخت غربي پاکستان) څلور، میلیونه زیات وو خو اوس برعکس، د بنګله دېشیانو شمېر تر پاکستانیانو شاوخوا پنځوس میلیونه کم دی. د سږ کال د سرشمېرنې مطابق د پاکستان نفوس تر دوه سوه دېرش ملیونه اوړوي.

د ماهرانو په نظر په تېره نیمه پېړۍ کې بنګله دېشۍ میندو ځکه نسبتا لږ ماشومان وزېږول چې هلته د پاکستان په نسبت ښځو ته د کار فرصتونه زیات پیدا شول او د پاکستان په نسبت ښځې د نه امېدواره کېدو په طریقو زیاتې پوهې شوې.

په عربي هیوادونو کې په ۱۹۹۰ کال کې یوې مور په متوسط ۶،۲ ماشومان زېږول چې وروسته له درې دېرش کلونو اوس دغه اندازه ۳،۱ ته راټیټه شوې ده. په ایران کې تر اسلامي انقلاب مخکې یوې ایرانۍ مور په متوسط ډول شپږ ماشومان زېږول، خو نن سبا ، له اسلامي انقلاب څخه څوڅلویښت کاله وروسته ایرانۍ مور په متوسط ډول دوه ماشومان هم نه زېږوي.

طبعا د دغو هیوادونو د خلکو په دیني عقیده کې فرق نه دی راغلی چې د ماشومانو شمېر په عربي هیوادونو کې دوه برابره او په ایران کې درې برابره کم شوی دی. اصلي علتونه باید نور وي.

له لویه سره لوستي کورنۍ تر نالوستو، ښاریان تر کلیوالو او هغوی چې په ټولنه کې د ښځو فعال حضور مني، تر هغو چې د ښځو فعال حضور نه مني، کم اولاد غواړي.

د لوست او پوهې زیاتېدل په کورنۍ ژوند کې محاسبه زیاتوي. لوستې کورنۍ د اولاد ښې روزنې ته زیات پام کوي او د اولاد د روښانې آیندې غم ورسره ډېر وي. دوی چې د اولاد په وړاندې ډېر مسولیت احساسوي، ګڼ اولاد ته معمولا زړه نه خوشحالوي.

دغه راز کله چې مور معاش اخلي او له کوره بهر کار کوي، ګڼ اولاد لرل ورته سخته شي. په دغسې چاپيریال کې د لور او زوی فرق ختم یا کم شي او کورنۍ د زوی یا زامنو په خاطر د ماشومانو زیاتولو ته چندان زړه نه ښه کوي، ځکه لوڼې یې هم د زامنو غوندې د ټولنې په فعالو غړیو بدلېدای شي.

ماشوم

د عکس سرچینه، AFP

د کم اولاده کورنیو په زیاتېدو کې د ښځو د حقونو په ورکړه او سواد سربېره د ټولنې اقتصادي حالت هم ټاکونکی اغېز لري. د ښه اقتصاد ټولنې معمولا د ناروغانو، بوډاګانو او وزګارو کسانو لپاره بیمې لري، یعنې میندې او پلرونه اولاد ته نه محتاجېږي.

له بلې خوا ښه اقتصاد د سفر او تفریح امکان زیاتوي چې که اولاد ګڼ شي، له دغه امکانه استفاده مشکله کېږي. نن سبا په اکثرو شتمنو او پرمختللیو ټولنو کې د نفوسو د کمېدو وېره پیدا شوې ده،ځکه میندې په متوسط ډول دوه ماشومان هم نه پیدا کوي چې نفوس په اوسني حال پاتې شي.

دوی له دې ستونزې سره د مقابلې لپاره میندو ته ځینې امتیازات مني او یا د نورو ملکونو د کار کسانو ته وېزې ورکوي. د نفوسو په بحث کې لوی مشکل هغو ملکونو ته ورپیښ دی چې له کمزوري اقتصاد سره سره یې د نفوسو وده بې کنټروله ده.

د نفوسو بې کنټروله وده د لوږې او بېکاري خطر زیاتوي چې ناامني ورسره پیدا کېږي. دغه راز د چاپېریال د تخریب سبب ګرځي، مثلا طبیعي ځنګلونه ممکن وار په وار کوچیني شي، د مځکې لاندې اوبو زېرمې کال په کال کمې شي او د ښارونو هوا د مرضونو مور شي.

کابل او پېښور د دنیا په هغو ښارونو کې حساب دي چې هوا یې ډېره ناولې ده. یوه معاصر مفکر ویلي وو چې که انسان د نفوسو د چټکې ودې مخه نه نیسي، دا مخنیوی به طبیعت وکړي خو په بې رحمۍ سره.