تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسټرالیا کې د واده د بس اوښتو پېښه کې لس تنه وژل شوي
پولیس وايي د اسټرالیا نیو سوت وېلز کې د بس د چپه کېدو له کبله لس تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د بېړنیو خدمتونو اداره د یکشنبې په ورځ وروسته تر هغه چې یو بس چپه شوی، د واین په نامه سیمې ته د پېښې ځای ته وربلل شوې ده.
پولیس وايي ۱۱ ټپیان یې روغتون ته لېږدولي او ۱۸ نور مساپر نه دي خوږ شوي.
د بس چلوونکی یو ۵۸ کلن سړی دی چې روغتون کې د پولیسو تر اجباري څار لاندې دی.
د نیو سوت وېلز پولیسو د پېښې په اړه څېړنه پیل کړې ده.
پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي "د جرم ځای مشخص شوی او اړوند جنايي پولیس په سیمه کې لا نورې څېړنې کوي".
پر سیمه ییزو رسنیو دا خبرې لاس په لاس کېږي چې ګنې بس له واین سیمې ته تر واده وروسته د ستنېدو په حال کې و.
د واده یو مېلمه د اسټرالیا ۷ نیوز ته ویلي "ډېره په زړه پورې او ډېره ښه ورځ وه... او موږ ته خبر ورسېد چې ټکر شوی، موږ ټول بوږنېدلي شوو".
د اسټرالیا لومړي وزیر انټوني البانیز په پېښه کې د وژل شویو له خپلوانو سره غمشریکي ښودلې او د یې یوه "بوږنوونکې" پېښه بللې ده.
د سیسنوک ښاروال جې سُووال ویلي پېښه د ګرېټا او برنکسټون مېنو ترمنځ پر چټکه لاره رامنځ ته شوې ده.