عمران خان وايي، ښايي بیا ونیول شم

    • Author, نور محمد سعید
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران وايي، سبا پنجشنبه به اسلام اباد کې د ۱۶ قضیو لړ کې د ضمانت اخیستو لپاره محکمې ته ځي او ښايي بیا ونیول شي.

نوموړی وايي، د قتل په یوه نوې قضیه کې د ده نوم د دې لپاره ثبت شوی، چې عمران خان ونیول شي او په وینا یې ''زه د دې لپاره چمتو یم. ''

ښاغلي خان پر خواله رسنۍ د ویډیو لینک له لارې وینا کې وویل: ''نن یې دوې نورې قضیې راته چمتو کړې، کله چې نظر بند وم، ۱۶ قضیو کې یې زما نوم شامل کړی و، خو اوس د کوټې قضیې خبره کوم، داسې یوه قضیه چې هېڅ مانا یې نه درلوده، زما نوم پکې د وژنې په لړ کې یاد شوی دی. ښاغلي خان زیاته کړه: کله له کوم سیاسي مشر سره داسې شوي دي؟ د وژنې دې قضیه کې زه ځکه ښکېل بلل شوی یم، چې له یوې لارې باید عمران خان ونیول شي او زه د دې لپاره چمتو یم. ''

د مې پر ۳۱مه په اسلام اباد کې عالي محکمې د عمران خان په القادر ټرسټ قضیه کې ضمانت د جون تر پنځمې غځولی و.

‌په هغه قضیه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند پر مشر تور دی چې د ''القادر خیریه بنسټ '' په پیسو کې یې فساد کړی خو عمران خان دا ډول تورونه سیاسي بولي.

د چهارشنبې پر ورځ په ویډیويي وینا کې ښاغلي خان ادعا وکړه، چې د ده د امنیت لپاره ګومارل شوي کسان بېرته بلل شوي، د پولیسو ګاډي ستانه شوي او د امنیتي کسانو مشر بې درکه دی. نوموړي دغه راز تور پورې کړ، چې د ده ۱۰ زره ګوندي ملګري نیول شوي دي، چې په وینا یې دا په پاکستان کې له سیاسي فعالانو سره یو ''بې ساري ظلم دی. ''

د کوټې وژنې قضیه

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له دې څرګندونو مخکې د بلوچستان مرکزي ښار کوټې په یوه پولیس مرکز کې د وژل شوي مدافع وکیل عبدالرزاق شر زوی وکیل سراج احمد د خپل پلار وژل کېدو قضیه ثبت کړه او عمران خان یې د پلار په وژل کېدو کې مسوول وباله.

د سترې محکمې وکیل عبدالرزاق شر د سې شنبې پر ورځ هغه مهال د عالمو چوک څلور لارې سره ناپېژاندو کسانو وواژه، چې له کوره ځايي محکمې ته پر لار و. د عمران خان خلاف د پولیسو په رپوټ کې د ښاغلي شر زوی ویلي، پلار یې د عمران خان پر ضد بلوچستان عالي محکمه کې عریضه کړې وه او په وینا یې ''باوري یم چې له همدې کبله د عمران خان او پلویانو په لمسون یې زما پلار نامعلومو موټرسایکل سپرو کسانو پر ائرپورټ روډ په ډزو وواژه او په خلکو کې یې وېره، تره خپره کړه. ''

نوموړي ادعا وکړه، چې پلار یې ورته ویلي و، چې سخت ګواښونه ورته شوي دي.

د تېرې مې میاشتې پر نهمه د پلازمېنې اسلام اباد له یوې محکمې د عمران خان له نیول کېدو وروسته په پاکستان کې د ښاغلي خان پلویانو سختې مظاهرې وکړې له امنیتي ځواکونو سره لاس او ګرېوان شول.

ځینو بلواګرو په اسلام اباد، لاهور او ځینو نورو سیمو کې پر پوځي مرکزونو یرغل وکړ او ځینې یادګارونه یې مات کړل. د مې پر ۱۲ مه د پاکستان سترې محکمې د عمران خان نیول ناقانونه وبلل او د خوشي کولو امر یې وکړ.

له هغه وروسته د ښاغلي خان زرګونه پلویان ونیول شول، ګڼ شمېر لوړ پوړو ګوندي ملګرو یې د سیاست پرېښولو، له ګونده د وتلو او یا د ګوندي مسوولیتونو پرېښوولو اعلانونه وکړل.

د نوي ګوند د تاسیس اعلان

بل لور د عمران خان یوه مخکیني سلاکار او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مخکیني عمومي منشي جهانګیر ترین د خپل نوي سیاسي ګوند تشکیلولو اعلان وکړ.

په همدې مناسبت د تحریک انصاف ګوند یوه بل مخکیني غړي عبدالعلیم خان په مېلمستیا کې ښاغلي ترین د استحکام پاکستان ګوند تاسیس اعلان وکړ، چې نژدې ۱۰۰ پاکستاني سیاستوال په کې ګډون درلود.

په دې مېلمستیا کې د عمران خان په مشرتابه د تحریک انصاف ګوند ګڼ شمېر مخکینو غړو هم ګډون کړی و.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مخکیني حکومت د پاکستان اطلاعاتو وزیرې فردوس عاشق اعوان د نوي ګوند تاسیس پر مهال رسنیو ته وویل، د جهانګیر ترین او علیم خان په ګډون سیاسي مشران له نوي هوډ سره ډګر ته وځي، چې په خبره یې دې سره به مایوسي ځپلي پاکستان کې نوې هیلې راوټوکېږي.

جهانګیر ترین او علیم خان یو وخت د عمران خان له خورا نژدې سیاسي ملګرو بلل کېدل، خو وروسته یې له عمران خان نه لارې بېلې کړې او د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې چې د هغه وخت اپوزېسیون ګوندونو د عمران خان پر ضد د بې باورۍ تحریک وړاندې کاوه، علیم خان هم د تحریک انصاف د هغو ''ناراضي '' ملګرو په ډله کې شامل شو، چې جهانګیر ترین یې مشري کوله.