ایټالیا کې سېلابونه؛ ۱۳ کسان مړه شوي او زرګونه کسان بې کوره شوي دي
- Author, ډېوډ غیګلیوني او سوفیا بیتیزا
- دنده, بوتییغینو ایټالیا
- د خپرېدو وخت
په ایټالیا کې د شپږ میاشتو په کچه بارانونه په یوه نیمه ورځ کې اورېدلي، چې له کبله یې ۲۰ سیندونه له خپلو غاړو اوښتي او تر ۱۳ پورې کسان مړه شوي دي.
د پنجشنبې پر ورځ د دې هېواد له بولوګنا سیمې تر ۱۱۵ کیلومتره لېرې شمال ختیځ ساحله پورې ټولو سیندونو کې سیلابي څپې روانې وي او د نورو مړو شویو کسانو جسدونه موندل شوي دي.
د هېواد په سېلاب ځپلو سیمو کې زرګونه خلک له خپل کور، کلي تېښتې ته اړ شوي دي.
په دې ترڅ کې ۲۸۰ ځایه له غونډیو خاوره ښووېدلې. د راوینا سیمې ښاروال، چې سېلابونو سخته ځپلې، بي بي سي ته وویل، اوسني سېلابونه په تېره یوه پېړۍ کې بې ساري دي.

د عکس سرچینه، EPA
میشلي دي پاسکال وايي، د دوی په ښار او شاوخوا سیمو کې سېلابونو تراژیدي راوړه، د خلکو کورونه یې ویجاړ کړل، مالونه او جایدادونه یې وران کړل او ځینې خو یې له ژونده بې برخې کړل.
د اطفایې کارکوونکو په ځینو سیمو کې د اوبو منځ کې ایسارو کسانو سره مرسته کړې، چې له خپل کور، کلي خوندي ځایونو ته وتښتي.
ډېری کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې ایټالیا د اقلیمي بدلون له کبله د رامنځته شوي وضعیت سره د مبارزې لپاره یوه ملي پروګرام ته اړتیا لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملکي خوندیتوب وزیر نیلو میوزیومیچي وايي، مرطوب هوايي وضعیت ایټالیا ته رسېدلی، چې له کبله یې په ځینو سیمو کې له تېرو ۳۶ ساعتونو راهیسې تر ۲۰ سانتي مترو او په ځینو نورو برخو کې بیا ان تر ۵۰ سانتي مترو پورې باران اورېدلی دی.
دی وايي: هغه سیمې چې له اوږدې مودې راهیسې وچې پاتې وې، د سیمنټ غوندې کلکې شوې دي او د نورو اوبو جذبولو وړتیا نه لري.
د نوموړي په خبره له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې هېڅ یو سیمه ییز بند نه دی تړل شوی او هایډرولیک انجینرۍ ته له نوې زاویې د کتلو وخت رارسېدلی دی.
د لومړۍ وزیرې جیورجیا میلوني حکومت د راتلونکې سې شنبې پر ورځ بحراني غونډه کوي.




















