امریکا کې تنظیموونکې اداره وايي، فېسبوک کم عمره کاروونکي له خطر سره مخامخ کړي

د فېسبوک موسس مارک زوکیربیرګ ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د فېسبوک موسس مارک زوکیربیرګ ارشیف تصویر
    • Author, جېمز کلیټون
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په امریکا متحدو ایالتونو کې د معلوماتو خوندیتوب مهمه اداره وايي، میټا شرکت چې د فېسبوک او انسټاګرام خواله رسنیو ملکیت لري، د مېندو، پلرونو لپاره د کنټرول مناسبې لارې، چارې نه لري.

دا اداره چې د فدرالي سوداګریز کمېسیون با (ایف ټي پي) په نامه هم یادېږي وايي، پر میټا شرکت باید بندیز ولګول شي، چې د ماشومانو له معلوماتو پیسې ترلاسه نه کړي.

یاده اداره زیاتوي: ''د شرکت بې پروايي، ځوان کارن له خطر سره مخامخوي، فېسبوک باید د خپلو ناکامیو حساب ورکړي. ''

میټا شرکت بیا په ځواب کې د یادې ادارې دا کړنه ''یوه سیاسي چاره '' بللې او له خپلو اختیاراتو یې پرې د تجاوز تور پورې کړی دی.

ایف ټي سي مسوولین وايي، یوې خپلواکې څېړنې د فېسبوک پرایویسي یا شخصي معلوماتو خوندیتوب پروګرام کې یو شمېر نیمګړتیاوې موندلې دي ''چې د خلکو خوندیتوب ته پاموړ خطر کېدای شي. ''

له ۱۳ کلنۍ کم عمره ماشومانو ته له داسې کسانو سره د خبرو، اترو اجازه ورکړل شوې، چې مېندې، پلرونه یې په هکله معلومات نه لري.

ایف ټي پي مسوولین وايي، دریمګړو ادارو ته هم د کارنو شخصي معلوماتو لاسرسي اجازه ورکړل شوې، او دا په داسې حال کې ده، چې میټا ژمنه کړې وه، که یو کارن تر درې میاشتو پورې کوم اپلیکشن و نه کاروي، دوی به معلوماتو ته د هغه اپلکشن لاسرسی بندوي.

ایف ټي سي په دې لړ کې له اتلس کلنۍ د کم عمره کسانو له معلوماتو د پیسو ترلاسه کولو، په راتلونکي کې د څېره پېژندونکې تکنالوژۍ کارولو او د خوندیتوب له اصولو سره له برابرۍ پرته د نویو تولیداتو پر وړاندې کولو د بندیز تر څنګ ځینې وړاندیزونه کړي دي.

میټا ویاند اندې سټون بیا دا یوه سیاسي چاره بللې او په وینا یې د دوی شرکت ''په نښه کېږي، خو بل لور د ټېک ټاک په څېر چینايي شرکتونو ته اجازه شته، چې د امریکا پر خاوره له بندیزونو پرته فعالیت وکړي. ''

نوموړي دغه راز د ایف ټي سي پر مشرې لینا خان تور پورې کړی، چې له امریکايۍ سوداګریزې ادارې سره دښمني پالي.

ایف ټي سي په ۲۰۱۸ کال کې له هغه وروسته د دې قضیې څېړنه پیل کړه، چې معلومه شوه، چې د فېسبوک لسګونو میلیونو کاروونکو معلومات د کیمبریج انالیتیکا لخوا اخیستل شوي وو.