اردوغان: ترکیې سوریه کې د 'اسلامي دولت' ډلې مشر ابو الحسین القرشي وژلی

د خپرېدو وخت

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، هېواد یې په سوریه کې د "اسلامي دولت" نومې (داعش) ډلې مشر ابو الحسین القرشي وژلی دی.

اردوغان دا خبرې له ټي ار ټي ترکیي تلوېزیون سره په مرکه کې کړې دي چې وايي د شنبې په ورځ "سوریه کې د ترکي استخباراتو له لوري د عملیاتو په لړ کې یاد کس په نښه شوی".

اردوغان روښانه کړه چې ترکي استخبارات له ډېر وخت راهیسې د القرشي څرک په لګولو پسې وو.

د ترکیې ولسمشر زیاتوي د دوی استخباراتو اېم ای ټي دا عملیات د شنبې په ورځ وکړل.

د سوریې سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا عملیات د سوریې-ترکیې پر پوله جندیرس ښار کې شوي دي.

اردوغان ویلي "د ترهګرو ډلو پرضد به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړو".

"اسلامي دولت" ډلې په تېره نومبر میاشت کې په جګړه کې د دغې ډلې د مخکني مشر ابو الحسن الهاشمي القرشي وژل کېدل تایید کړي وو. وروسته ابو الحسین القرشي ځان خلیفه اعلان کړ.

د "اسلامي دولت" ډلې ویاند هغه مهال ویلي وو، القرشي چې د عراق دی د (خدای له دوښمنانو سره جګړه) کې وژل شوی، خو د وژل کېدو نېټه او د جګړې څرنګوالی یې نه دی په ډاګه کړی.

"اسلامي دولت" نومې ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د عراق او سوریې ګڼې سیمې ونیولې، خو وروسته یې په دواړو هېوادونو کې ماتې وخوړله.

ددغې ډلې مخکنی مشر ابو ابراهیم القرشي د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ میاشت کې د سوریې شمال ادلب ولایت کې د امریکا بمبارۍ کې ووژل شو.

تر هغه مخکې د داعش مشر ابو بکر البغدادي هم د ۲۰۱۹ کال اکتوبر کې ادلب کې وژل شوی و.

ترکیه وايي په سپتمبر کې یې امنیتي ځواکونو د ابو زید په نامه د "اسلامي دولت" ډلې یو مهم مسؤل وژلی چې اصلي نوم یې بشار خطاب غزال الصمیدعي و.

شمېرې ښيي چې اسلامي دولت نومې ډله په سوریه او عراق کې د ۶ او ۱۰ زرو ترمنځ جنګیالي لري چې ډېری یې په کلیوالو او لیرې سیمو کې خپاره شوي او هلته د ټک او ترپ بریدونه کوي.

اردغان دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د اردوغان او د هغه د اصلي ټاکنیز سیال او د مخالف سیکولر ګوند مشر کمال کلیجدار اوغلو ترمنځ نظر پوښتنې کابو یو شان دي.

په پام کې ده چې ۱۴ ورځې وروسته به د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنې وشي او د اردوغان د سیاست تګلوری به پکې مالوم شي. اردوغان له نژدې ۲۰ کلونو راهیسې په واک کې دی.