ایټالیا کې ښايي د انسانانو قاچاق کوونکو ته تر ۳۰ کالو پورې زندان سزا ورکړل شي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, اویف والش
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د ايټالیا لومړۍ وزیره وايي، هېواد یې پلان لري چې د بشري قاچاق پایله کې د خلکو وژل کېدو یا ټپي کېدو مسوول کسانو لپاره د زندان سزا موده زیاته کړي.
جیورجیا میلوني وايي، وړاندیز داسې دی، چې د بشري قاچاق مسوولو کسانو ته تر ۳۰ کالو پورې د زندان سزا ورکول کېدای شي.
د ایټالیا وزیران هم د دې اقداماتو په هکله موافق دي، چې له مخې به یې له قانوني لارو ایټالیا ته د بهرنیو کارګرو ورتګ زیات شي. د ایټالیا کابینې ته دا وړاندیزونه په یوه غونډه کې وړاندې شول، چې تېره میاشت د یوې کښتۍ ماتېدو ځای ته نژدې وشوه.
په هغه پېښه کې ۷۲ کډوال وژل شوي وو. اغلې میلوني د کوترو په کالابریان ښارګوټي کې د خپلې کابینې غونډې ته وویل، ژمنه ده چې بشري قاچاق ته به ماتې ورکوي. ایټالیا حکومت د کډوالو کښتۍ ډوبېدو پېښې له مسوولیت منلو انکار کوي، خو اغلې میلوني وايي، داسې نورې خوندي او قانوني لارې به پرانیستل شي چې کډوال دې هېواد ته خوندي ورسېږي.
نوموړې ویلي، هغو هېوادونو ته به ترجیحاً د زیاتو کارګرو استولو وړاندیز وشي چې خپلو خلکو ته د غلا، غدیو له لارې ایټالیا ته د نه تلو توصیه کوي.
پر حکومت نیوکې
بل لور د کابینې غونډې ته د لومړۍ وزیرې د تګ پر مهال د هغې پر ګاډو ځینې کسانو د احتجاج په توګه د ماشومانو لوبو لپاره چمتو شوي یږان وغورځول او د ځینو په لاسونو کې پر لوحو لیکل شوي وو: ''دوی ژغورل کېدای شوای. ''
د اغلې میلوني پر ښي اړخه حکومت دفبرورۍ میاشتې هغې پېښې له کبله نیوکې کېږي او د ځینو په اند د مخنیوي لپاره یې ډېر څه کېدای شوای.
د ۲۰۰ کسانو لېږدونکې هغه لرګینه کښتۍ کې چې ډوبه شوه ډېری ناست کسان افغانان، پاکستانیان، صومالیایان، سوریایان، عراقیان او ایرانیان وو.
د هغې کښتۍ په هکله ویل کېږي، په خراب موسم کې هغه مهال له یوې ډبرې سره له ټکر وروسته ډوبه شوه، چې هڅه یې کوله کروتوني ساحل کې لنګر شي.
ځايي چارواکي وايي، پېښه کې د ۷۲ مړو شویو کسانو جسدونه موندل شوي، ۷۹ کسان ژوندي ژغورل شوي، خو ۳۰ کسان لا هم تري تم دي.



















