سپینه ماڼۍ: دولسمشر بایډن له پوټکي سرطاني زخه لېرې کړل شوې

بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ماکس ماتزا
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، تېره میاشت د معمول روغتیايي معایناتو پر ترڅ کې د ولسمشر جو بایډن پر پوټکي یوه سرطاني زخه یا داغ لیدل شوی، چې د جراحۍ له لارې لېرې کړل شوی دی.

د ښاغلي بایډن ډاکتر وايي، د دې داغ شاوخوا ټول ټیشوز یا عضلات چې سرطاني شوي وو، لېرې کړل شوي او د نورې درملنې لپاره اړتیا نه لیدل کېږي.

د ښاغلي بایډن ډاکتر وايي، د معمول روغتیايي معایناتو لړۍ په توګه به د ښاغلي بایډن د پوټکی څارنه کېږي.

ښاغلي بایډن په فبرورۍ میاشت کې فزیکي معاینات درلودل چې د سپینې ماڼۍ معلوماتو له مخې د نوموړي په روغتیا کې هېڅ ستونزه نه په نښه کوي.

په هغه یاداشت کې چې د ښاغلي بایډن ډاکتر کېوین اوکونر لیکلی او رسنیو ته ورکړل شوی، ویل شوي چې د فبرورۍ پر ۱۶ مه د ولسمشر د سینې له پوټکي دغه داغ لېرې کړل شوی دی.

په یاداشت کې ویل شوي چې دا جراحي له واشنګټن ډي سي بهر په والټر ریډ ملي پوځي روغتیايي مرکز کې شوې ده. په یاداشت کې ویل شوي چې د ولسمشر په پوټکي کې موندل شوی سرطان باسال سیل کارسینوما ډوله و، چې معمولاً د بدن نورو برخو ته نه غځېږي.

په امریکا کې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي اداره سي ډي سي وايي، باسال او سقواموس سیل کارسینوما ډول سرطانونه په امریکا کې تر ټولو ډېر عام سرطانونه دي.

د پوټکي سرطان بنسټ مسوولینو په خبره هر کال په امریکا متحدو ایالتونو کې درې اعشاریه شپږ میلیونه کسان په دې ډول سرطان اخته کېږي.

له دې مخکې په جنورۍ میاشت کې د ولسمشر بایډن د مېرمن جیل بایډن له پوټکي هم درې دغه ډول داغونه لېرې کړل شوي، چې دوه یې وروسته د باسال سیل معایناتو کې مثبت ختلي وو.