والدينو د زوی له مړینې وروسته د انټرنېټي خوندیتوب خیریه ټولنه جوړه کړه

د خپرېدو وخت

تنکي ځوان کرسټوفر نیکولاوو په یوې انلایني غونډې کې له ګډون وروسته "وحشتناکه پېغامونه" ترلاسه کول چې له امله یې خپل ځان وواژه. مور او پلار یې د انټرنېټي خوندیتوب یوه خیریه ټولنه جوړه کړې او تنکي ځوانان هڅوي چې پر انلاین لږ وخت تېر کړي.

۱۵ کلن کرسټوفر نیکولاوو، د ۲۰۲۲ په مارچ کې د بریتانیا د هرتفورډشایر د چشنټ په سیمه کې په خپل کور کې بې هوښه موندل شوی و.

دا خیریه ټولنه اوس غواړي هغو والدينو سره مرسته وکړي چې د خپلو ماشومانو د خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.

د کرسټوفر مور وايي "د خپل زوی لپاره څه نشو کولای خو نور خلک کولای شي خپل ماشومان وژغوري."

۵۲ کلن جیورج نیکولاوو، او ۴۹ کلنه اریېتي نیکولاوو، وايي د خپل زوی په چلند کې یې یو نسبتا ناڅاپي بدلون ته پام شوی و خو هېڅکله یې د هغه څه تمه نه درلوده چې پېښ شول.

کرسټوفر نیکولاوو ۱۵ کلن و چې خپل ځان یې وواژه

والدين یې وايي کرسټوفر یو "ډېر ښه ماشوم" و، ورزش او پخلی یې خوښېده او تل یې غوښتل چې له نورو سره مرسته وکړي.

ښاغلي نیکولاوو وویل زوی یې د خپل ژوند په وروستیو ۴۰-۵۰ ورځو کې له یوه "خوشحاله او سوکاله" ماشوم څخه بدل شو. هغه وویل، "کله چې دغسې یو زوی لرئ، ذهن کې مو بد فکرونه نه راځي. که خپه او خواشینی به شو هغه به تل خبرې کولې."

د خپه او خواشیني ښکارېدو پرته، هغه به د شپې ترناوخته وحشتناکه فلمونه لیدل، ژر به یې ډوډۍ وخوړه او بېرته به خپلې کوټې ته ستون شو او له سردردی به یې شکایت کاوه.

پلار او مور یې یوازې د هغه له مړینې وروسته خبر شول چې هغه لږ ترلږه په یوې انلایني غونډې یا فورم کې ګډون درلود چې هلته به ورته "وحشتناکه پېغامونه" استول کېدل.

ښاغلي نیکولاوو وویل، "د هغه لپټاپ مې پرانیسته او د یو ځانګړي فورم له لارې مې خورا وحشتناکې خبرې اترې وموندې".

د هغې مور وویل یو سړي څو ورځې پرلپسې ورته ویلي وو چې باید خپل ځان ووژني، په یوه وروستي پېغام کې ورته ویل شوي وو: "ایا ته مړ یې؟"

پلار او مور یې اوس د خپل زوی په خاطر د کرسټوفورس خیریه ټولنه جوړه کړې.

ښاغلي نیکولاوو وویل، "زموږ کور تش دی، اوس موږ د نورو لپاره ژوند کوو. اوس موږ دوه کسه یوو... نورو والدينو او ماشومانو سره مرسته کوو."

هغه وویل دوی غواړي چې والدين "د خپلو ماشومانو د کړنو په اړه یو څه نور هم بيداره اوسي" او ماشومان وهڅوي چې "له کوره بهر نړۍ کې، د ساعت تېرۍ فعالیتونه" وکړي.

مېرمن نیکولاوو وویل، "هڅه وکړئ خپلو ماشومانو سره خبرې وکړئ، یوه لاره پیداکړئ. والدين خپل ماشومان پېژني، باید یوه لاره پیدا کړو چې ورسره خبرې وکړو او د هغوی فکر ته دننه شو. پوهېږم چې دا سخته ده- هغوی تنکي ځوانان دي - خو موږ باید خپل کوښښ وکړو. موږ د خپل زوی لپاره څه نشو کولای- هغه اوس نشته- خو نور خلک کولای شي خپل ماشومان وژغوري. "

اریېتي نیکولاوو وايي غواړي والدينو سره مرسته وکړي چې خپلو ماشومانو سره د خبرو کولو لپاره لارې چارې پیدا کړي

ښاغلی نیکولاوو وايی، "هر مور او پلار به وايي، زما زوی؟ هېڅکله. موږ هم د دوی په شان و، خو باور وکړئ، دا پېښه وشوه، خدای دې نه کړي دوی ته هم داسې پېښ شي خو موږ غواړو د دغسې پېښو مخنیوی وکړو نو ځکه مو دا خیریه ټولنه جوړه کړې ده."