د نړۍ تر ټولو لویې چونګښې د ژغورنې ماموریت

د عکس سرچینه، Jeanne D'arc Petnga
کله چې سدریک فوګوان د "جالوت" په نامه د نړۍ تر ټولو لویې چونګښې سره مخ شو نو حیران شو.
دا چونګښه د یوې پیشو په اندازه غټیږي او وده کوي چې د نړۍ تر ټولو لوی چونګښ دی.
فوګان چې د جالوت چونګښو د ژغورنې ماموریت چارې پر مخ بیايي وايي، چې کله یې دغه چونګښ راپورته کاوه نو فکر یې کاوه لکه د یوه "انسان" بچی چې لاسونو کې نیسي.
له کامرونه د چاپیریال ساتنې دغه فعال غړي ته دا کار دومره زړه راښکونکی شو چې تر ګواښ لاندې د دغو چنګښو د ژوند ژغورنې لپاره یې یوه بشپړه پروژه پیل کړه.
نوموړی وايي: "کله چې پوه شوم چې دا د انسان په څېر لوی او په نړۍ کې تر ټولو لوی چنګښان دي او بل ځای یې نه شو موندلی نو باید خوندي یې کړم."

د عکس سرچینه، Cedrick Fogwan
هغه زیاتوي:" د سیمې خلک وايي د داسې یو موجود شتون یو برکت دی او کلتوري ارزښت ورته لري."
د جالوت چونګښې چې ۳۲ سانتي متره ونه او ۳،۲۵ کیلو ګرامه وزن لري څو لسیزې په کامرون او استوايي ګینیا کې د کورنیو حیواناتو د خوړو او سوداګرۍ لپاره ډېر ښکاره شوي او ځکه یې ژوند تر ګواښ لاندې و.
د سنیدونو او رودونو پر غاړه د دغو چونګښو د استوګنې ځایونه د طبیعت ساتنې نړیوالې ټولنې (آی سي یو اېن) کې د له منځه تللو په (سور لېست) کې شاملي دي.
له ساینسي پلوه هم دغه چونګښې لږې پېژندل شوي او آن په کامرون کې ډېری ځايي خلک په ایکو سیسټم کې د دغو چونګښو په ارزښت نه پوهېږي، لکه د غو چونګښو له خوا د حشراتو ښکار کېدل چې فصلونو ته زیان اړوي.
د خوندیتوب ډله هڅه کوي ښکاریان قانع کړي چې، د یادو چونګښو د ښکار کولو پر ځای هغوی ته د ژوند خوندي چاپیریال رامنځته کړي او د دغو سیمو د اوسیدونکو په څير یې وپېژني.

د عکس سرچینه، Jeanne d'arc Petnga
دوی له ځايي ډلو سره هم پر دې کار کوي د دغو چونګښو د ښکار په بدل کې د خوړو یوه بله سرچنه برابره کړي.
د جالوت چونګښو د ژوند ژغورنې ماموریت چارې اغېزمنې تمامې شوي او د تېر په څېر ورو ورو د "نلوناکو غر"سره د رود په غاړه استوګنې ځایونو ته راستنېږي.
یوه پخواني ښکاري رپوټ ورکړی و چې یوه ګاونډي یې جالوت چنګښه نیولې د دغه رپوټ له ترلاسه کولو سره سم سدریک په دې وتوانېد چې چونګښ وژغوري او بېرته یې ځنګله ته ستون کړي.
هغه وايي: "زه باور لرم چې مونږ کولی شو د تل لپاره دغه چونګښې وژغورو او په درلودلو یې سر لوړي کېدی شو."
د جولیات چونګښې د ژغورلو پروژې ملاتړ د چاپیریال ساتنې د مدیریت پرورګرام کوي چې، د څارویو او بوټو د ژوند نړیوال انسټیټوټ، برد لایف انټرنشنل او د ځنګلي ژویو د ساتنې ټولنې له خوا داره کېږي.




















