پوهانو د ښیښه‌يي چونګښې د شفافیت راز کشف کړ

Glass frog

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, جیورجینا رنارډ
    • دنده, بي بي سي نیوز
  • د خپرېدو وخت

پوهان وايي، هغه چونګښه چې غالباً د خوب پر مهال ډېره شفافه کېږي د انسانانو د وینې د پرڼ کېدو په تړاو د مالوماتو ترلاسه کولو کې به همکاري وکړي.

یوه تجربه پر هغې شفافې او رڼې چونګښې شوې چې امریکا کې اوسېږي او تر پوست هاخوا یې زړه او کولمې په روښانه توګه لیدل کېدای شي.

پوهانو ومونده چې دا په وچه او اوبو کې اوسېدونکې چونګښه د خوب پرمهال خپل شاوخوا ۹۰ سلنه د وینې سره کرویات د ځیګر په یوه کڅوړه کې راغونډوي چې د رڼښت انعکاس یې ورسره زیاتېږي.‌

د شمالي کارولینا ډوک پوهنتون پوهانو د ښیښه‌يي چیندخو بدن کې خواره شوي د وینې سره کرویات وڅېړل.

پوهانو دا ښیښه‌يي‌ چونګښه له پخوا پېژندلې وه، خو پر دې نه پوهېدل چې هغه څنګه خپل ځان شفاف او روڼ جوړوي.

اوس څېړنو وښوده چې هغه پخپل بدن کې پرته له دې چې پرڼ شي، وینه راغونډولی شي.‌

دا موندنې به د وینې د پرڼ کېدو د خطر په اړه - چې یو عام خطرناک حالت دی، طبي پوهه لا ډېره کړي.

ښیښه يي چونګښه - چې د خطمي ګل په اندازه ده، خپله ورځ په استوايي سیمو کې د روښانه زرغونو پاڼو پر مخ تېروي.‌

ښیښه يي چیندخه پر زرغونو پاڼو ویدېږي او ځان شفاف کړي، دوی له ښکاریانو ځان په اسانۍ پټولی شي

د عکس سرچینه، Jesse Delia

د عکس تشریح، ښیښه يي چونګښه پر زرغونو پاڼو ویدېږي او ځان شفاف کړي، دوی له ښکاریانو ځان په اسانۍ پټولی شي

د ښکاریانو له نظر نه د تري تمې کېدو لپاره دا مخلوق خپل ځان ۶۱ سلنه شفاف کولی شي او ځان د پاڼې پر مخ ترې پټوي.

په نیویارک کې د طبیعي تاریخ موزیم څېړونکې جسي ډیلیا بي بي سي نیوز ته وویل، "که دا چونګښې پړمخې ونیسئ، نو د زړه ضربان یې جلا لیدلی شئ. تاسو یې د پوست او غړي په مټ لیدلی شئ، د بدن ډېری خلاګانې یې ډېرې شفافې دي".

اوس د اغلې ډیلیا او د امریکا ډوک پوهنتون څېړونکي کارلوس ټبواډا څېړنو ښودلې ده چې څنګه دغه ښیښه‌يي چونګښه یو ډېر غیر عادي عمل ترسره کوي.

ددغو حیواناتو د وینې ۸۹ سلنه حجرې سره یوځای کېږي، چې د ځیګر اندازه کابو ورسره دوه برابره کېږي او چونګښې ته د شفافیت وړتیا ورکوي.

په شپه کې، کله چې دا مخلوق وغواړي بېرته ښکار یا تزاوج ته فعال شي، د خپلې وینې سره کرویات بېرته تاوېدو ته خوشي کوي او ځیګر یې بېرته چوملک شي.

دا چیندخه د خوب او ویښې په حالت کې د سرو کرویاتو د ګرځېدو بېلابېلې کچې لري

د عکس سرچینه، Jesse Delia

د عکس تشریح، دا چونګښه د خوب او ویښې په حالت کې د سرو کرویاتو د ګرځېدو بېلابېلې کچې لري

ښاغلی ټبواډا لا نور وضاحت ورکوي چې چیندخه د اړتیا وخت کې هم خپله وینه پرڼ کولی شي، لکه کله چې ټپي شي.

دی وايي، دا ددغه مخلوق یو ډېر فوق العاده وړتیا ده چې پخپله خوښه خپله وینه پرڼ او غونډولی شي او عموماً د وینې د پرڼ کېدو د غوره پوهاوي لپاره دروازه پرانیزي.

په ډېری حیواناتو کې د وینې راغونډېدل د پرڼ کېدو لامل ګرځي چې ژوند ته خطر پېښولی شي، د بېلګې په توګه په انسانانو کې د زړه د حملې لامل ګرځي.

خو څېړونکي ټینګار لري چې په انساني طب کې دا پوهه پر عملي بڼه اړول ښايي څو لسیزې وخت ونیسي.

دا څېړنه په ساینس علمي جورنال کې خپره شوې ده.