د السلوادور لوی زندان ته زرګونه ټټو لرونکي بندیان لېږدول شوي

د خپرېدو وخت

السلوادور کې د مشکوکو بانډونو ۲۰۰۰ بندیان یوه بل لوی نوي زندان ته لېږدول شوي. دا ګام د جرمونو پرضد د ولسمشر نایب بوکیل د مبارزې د په توګه اخیستل شوی.

په دې هېواد کې د جرمونو د کچې له لوړېدو او د جرمي تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته د بېړني حالت پرمهال د مشکوکو بانډونو لسګونه زره کسان ونیول شول.

په زندان کې به بالاخره تر ۴۰۰۰۰ ډېر خلک ساتل کېږي.

په انځورونو کې ښکاري چې د ټټو لرونکو بندیانو ډلې ډلې یبلې تړل شوې پښې نوي مېشتځي ته بېول کېږي.

بندیان تر لېږدولو مخکې پر ځمکه کېنول شوي او په لاسونو یې ورمېږونه نیولي او د پورته کتلو اجازه نه ورکول کېږي.

ولسمشر بوکیل پر ټویټر لیکلي، په لومړيو عملیات کې ګهیځ مهال ۲۰۰۰ کسان د ترهګرۍ د بند یوه مرکز ته ولېږدول شول چې وايي دا په امریکا قاره کې تر ټولو لوی زندان دی.‌

"دا به د دوی نوی کور وي، هغه ځای چې څو لسیزې به هلته واوسي، ډوی سره ګډ شوي او خلکو ته به نور د زیان رسولو توان ونه لري."

دا لوی زندان په ټیکلوکا کې د پلازمېنې سان سلوادور سوېل ختیځ ته په ۷۴ کیلومتره (۴۶ میله) کې پروت دی او اته ودانۍ لري. دولت وايي، هره ودانۍ کې د ۱۰۰ مربع مترو په اندازه ۳۲ بندخونې دي، چې تر ۱۰۰ ډېر بندیان به پکې ساتل کېږي.

د هرې بندخونې یوازې دوه دست‌شویۍ او دوه تشنابونه دي.

ولسمشر بوکیل په تېره مارچ میاشت کې "د بانډونو پرضد جګړه" اعلان کړه،‌ بیا یې بېړنی حالت اعلان کړی او څو ځله یې وغځاوه.

د بېړنیو چارو واک لانجې راوپارولې، ځکه چې د اساسي قانون ځینې حقونه یې محدود کړل،‌ لکه امنیتي ځواکونو ته یې چې د توقیف له امر پرته د مشکوکو کسانو د نیولو واک ورکړ.‌

له جرمونو سره د مبارزې په کمپاین کې تر ۶۴۰۰۰ ډېر مشکوک کسان ونیول شول.

چارواکو وویل، د جرمي بانډونو او ډلو - لکه اېم اېس ۱۳ او باریو ۱۸ - شمېر لسګونه زرو ته رسېږي او همدوی د وژنو او د نشه يي توکو د قاچاق مسؤل دي. حکومت وايي، له ډله ییزو نیونو یې هدف "په بشپړه توګه" د بانډونو له منځه وړل دي.

د بشر حقونو ډلو ویلي، بې ګناه کسان هم ددې سیاست قرباني شوي او ځینو نیول شویو ویلي "ناوړه نا انساني او سپکوونکی چلن" ورسره شوی.

خو د بانډونو ضد د بوکیل دا کمپاین لاهم د سلوادوریانو منځ‌ کې محبوبیت او ملاتړي لري.