تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شمالي کوریا تر ټولو ستر بلاستیک توغندی نندارې ته وړاندې کړی
د ځينو څیړونکو په باور دا توغندی ممکن د امریکا دفاعي سیستم هم وننګوي.
دلرې واټن ویشتو دغه ستر بالاستیکي توغندی د نیمې شپې پوځي پرېډ مراسمو کې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ ان داسې مهال نندارې ته وړاندې کړ چې لور یې هم ورسره وه.
له نوموړي سره یو ځای د هغه د لور کېم جو اې بیا بیا راښکاره کېدل هغه باورونه لا پیاوړي کوي چې ویل کیږي کېم جونګ ان هغه د ځای ناستي په توګه غوره کړې.
په دغه نظامي پرېډ کې د لرې واټن ویشتو دغو توغندیو شمېر او لویوالي اندېښنې لا زیاتې کړي.
څيړونکو ویلي په دومره شمېر د لرې واټن وېشتو توغندي چې د ډېرو په باور کولای شي ان تر امریکا ورسیږي، د امریکا دفاعي سیستم ته سخت ګواښ دی په ځانګړي ډول هغه مهال که دا توغندي څو جنګي ګلولې هم ولېږدوي.
د شمالي کوریا رسنیو د دغو توغندیو ډېر جزیات نه دي خپاره کړي خو ویلي یې دي د دې درنو وسلو له نندارې سره د شمالي کوریا د جګړې د توان، مقاومت او دفاع اندازه له ورایه ښکاریدای شي.
د پنجشنبې پر ورځ د شمالي کوریا رسنیو لخوا په خپرو شویو ځينو انځورونو کې ښکاري چې د پوځي پرېډ له لارې لسګونه توغندي لېږدول کیږي.
د شمالي کوریا ځينو څیړونکو دا هم ویلي چې په دغو مراسمو کې د ای سي بي اېم لانچر ICBM launcher په نوم توغندی هم نندارې ته وړاندې شو چې له جامدو سون توکو څخه جوړ توغندیو لېږد لپاره ډېزاین شوی.
د اوبلنو یا مایع سون توکو پرتله د جامدو سون توکو توغندي اوږد واټن وهي، ډېر مقاومت لري او په اسانه له منځه نه ځي، که څه هم د کېم جېنګ اون رژیم تر اوسه د لرې واټن وېشتو دا ډول مزایل چې له جامدو سون توکو جوړ وي کله په بریالۍ توګه ندي ازمویلي.
د هستوي وسلو یو کارپوه کارنیګي انډومنټ بي بي سي ته ویلي، د شمالي کوریا یوه موخه دا ده چې د خپلو وسلو د نوي کولو سره هم مهاله د وچو سون توکو مقاوم توغندي هم ولري. هغه اټکل وکړ چې شمالي کوریا به تر څو راتلونکو میاشتو پورې د لېرې واټن توغنیدیو کامیابه تجربه وکړي.
د وروستیو دغو توغندیو د پرېډ مراسم داسې مهال تر سره کیږي چې ملګرو ملتونو په شمالي کوریا سخت بندیزونه وضع کړي خو دغه هېواد له ټولو بندیزونو سره سره په کم سارې بڼه د رنګا رنګ وسلو او توغندیو ازموینې نه دي درولي او له دې کبله په شمالي کوریا کې ځينې ستونزې هم په ډېرېدو دي.
د کوریا مرکزي خبري اژانس خبر ورکړی چې په دغه نظامي پرېډ کې د هېواد په پياوړتیا د ټینګار تر څنګ چارواکو هڅه کوله وښیې هېواد یې د دښمن د هر ډول مقابلې وړتیا لري.
په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون تور رنګه کوټ اغوستی او پوځیان ورته سلامي ولاړ دي.
رسنیو د کمي جونګ اون او د هغې د لور کېم جون ان نور انځورونه هم خپاره کړي.