د ګانا دا ځوان د نړۍ تر ټولو لوړ سړی ګڼل شوی

د خپرېدو وخت

کله مې چې د ګانا په شمال کې د نړۍ تر ټولو دنګ سړي د نوماندېدو د ګنګوسو په اړه واورېدل، هوډ مې وکړ چې ایا دا مسله حقیقت لري او که وه،‌ یوازېنی ستونزه؟ د هغه اندازه کول.‌

د ګانا په شمال کې یوه سیمه ییز روغتون ۲۹ کلن سلیمانه عبدالصمد ته د هغه وروستیو معاینو پرمهال ویلي وو چې د هغه قد ۹ فوټو او ۶ انچو (دوه مترو او ۸۹ سانتیو) ته رسېدلی دی.

دا ددې لامل کېده چې هغه د نړۍ تر ټولو جګ انسان وګڼل شي، خو یوه ستونزه وه، هغه دا چې کلیوال کلینیک د هغه د ونې له اندازې نه شوای ډاډمنېدلی ځکه چې د اندازه کولو سم وسایل یې نه لرل.

دا ځوان څو کاله مخکې یې د نا انډول هورمونونو تشخیص شوی و، د قد اندازه کولو په یوه اله چې ودرېد، نرسه هکه پکه شوه او ورته وویل چې "ته له تلې لوړ یې".

دی په ټولنه کې په مستعار (اوچي - یعنې راځئ چې ولاړ شو) معنا لري- نامه یادېږي.

دده د بدن د دنګې ونې وده په ۲۲ کلنۍ کې پیل شوه. هغه وخت دی پلازمېنه اکرا کې اوسېده.

ده غوښتل په ښار کې له خپل یوه ورور سره چې تر ثانوي ښوونځي پای ته رسولو وروسته یې هلته ژوند کاوه، و اوسېږي.

ده په یوه قصابۍ کې کار کاوه، پیسې یې غونډولې چې د ګاډي چلولو ښوونځی پرې ولولي.

خو یو ګهیځ له خوبه ستړی راویښ شو وویل: "ځان ته مې پام شو چې ژبه مې په خوله کې دومره لویه شوې چې هېڅ سمه ساه نه شم اخیستی."

دی په سیمه کې درملتون ته ورغی چې درمل واخلي، خو څو ورځې وروسته پوه شو چې د بدن ټولې برخې او غړي یې په لویېدو دي.

کله چې کلیوالو او د کورنیو غړو یې ولید، دوی هم حیران شول چې په دې عمر کې څنګه دومره جګ شوی دی.

دی د ملا د تیر کږېدو په ناروغۍ چې مورفن سینډروم ورته وايي، اخته شو، اوس یې شا وتلې ده.‌

دا ناروغي د زړه د ستونزې خطر هم ډېروي.

ډاکټران وايي، د وجود د ودې درېدو لپاره په دماغ کې جراحي عملیاتو ته اړتیا لري.

خو د ګانا د عامې روغتیا بیمه یې تر عهدې نه شي وتلی، ځکه چې یوازې لومړنۍ درملنه یې کولی شي.

دی هر ځل روغتون ته د تللو لپاره باید شاوخوا ۵۰ ډالره ولري.

دده روغتیايي ستونزې دی اړ کړ چې شپږ کاله مخکې بېرته خپل کلي ته ستون شي او د ګاډي چلوونکي هیله یې نیمګړې پاتې شي.

"ما هوډ کړی و چې د موټر چلولو ښوونځي ته ولاړ شم، خو ان کله چې د موټر سېټ شا ته کش کړم، نو بیا هم شټرنګ سم نه شم نیولی...‌خپلې پښې نه شم تاوولی ځکه چې ګونډه مې پر شټرنګ لګېږي".

اوس دی له خپل ورور سره اوسېږي او د ګرځنده ټیلیفونونو کرېډېډټ کارتونو کوچنی کاروبار یې روان کړی دی.‌

ده خپل ټولنیز ژوند هم ډېر محدود کړی دی.

"د هر بل زلمي په شان مې فوټبال کاوه، لوبغاړی وم خو اوس د ډېر لنډ ځای ته هم پر پښو نه شم تللی".

سیمه کې شهرت

اوچي ستونزو ته نه تسلیمېږي. دی تل خوښ وي،‌ چې خلک غږ پرې وکړي تل خندان وي.

دی په سیمه کې له کمو مشهورو کسانو دی.

بوډاګان سیوري ته کېږي او بنډار ورسره کوي، ماشومان لوبې ورسره کوي، ځینې ښځې راځي او په غاړه روغبړ او ټوکې ورسره کوي.

ځینې خلک غواړي سیلفي عکسونه ورسره واخلي، ان بې وزله خلک هم راځي او پخپلو سترګو یې ګوري چې ایا همدومره دنګ دی لکه پر خواله رسنیو یې چې اوازه خپره شوې ده.

دی وايي "تل وایم، نژدې راشه، درېږو او ښکلي عکسونه اخلو".

دی غواړي یوه ورځ واده وکړي او بچیان ولري، خو لومړی پر خپله روغتیا تمرکز کوي.

سلیمانه عبدالصمد وايي "الله همداسې غوره کړی یم،‌ زه روغ یم.‌ زه له هغې طریقې سره هېڅ ستونزه نه لرم چې خدای پاک پرې پیدا کړی یم".