کرېکټ نړیوالې شورا د پاکستان راولپنډۍ لوبغالي توپ اچوونې ډګر غیر معیاري بللی

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د پاکستان راولپنډۍ ښار کرېکټ لوبغالي اوټ فیلډ، پچ یا هغه ډګر چې توپ اچوونه پرې کېږي، غیر معیاري بللی دی.

د یادونې ده، چې د پاکستان او انګلنډ تر منځ د ټیسټ لوبو لړۍ لومړنۍ لوبه د دسمبر پر لومړۍ نېټه همدې لوبغالي کې وشوه او انګلنډ لوبډلې په لومړۍ ورځ تر ۵۰۰ پورې منډې جوړې کړې.

په هغه لوبه کې ټولټال ۱۷۶۸ منډې جوړې شوې او انګلنډ لوبډلې په ۷۴ منډو بریا ترلاسه کړه. د نړیوالو لوبو لپاره د پچونو درجه بندي کېږي او د منفي درجو یو ځای کېدو په صورت کې د کوربتوب کولو حق اخیستل کېدای شي.

بل لور د راولپنډۍ کرېکټ لوبغالي ته روان کال دویم ځل منفي پواینټ ورکړل شوی دی. له دې مخکې د روان کال مارچ کې د اسټرالیا او پاکستان تر منځ لومړنۍ لوبې ته چمتو شوي پچ ته هم منفي پواینټ ورکړل شوی و، خو هغه لوبه لغوه شوې وه.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

که یوه ځای ته پنځو کلونو کې پنځه ځله منفي پواینټونه ورکول کېږي، کېدای شي د یوه کال لپاره د نړیوال کرېکټ کوربتوب حق ترې واخیستل شي. د کرېکټ لوبغالیو پچونو ته معمولاً شپږ درجې ورکول کېږي، چې ډېر ښه، ښه، اوسط، له اوسط یو څه کم، نیمګړی او ناسم بلل کېږي.

د راولپنډۍ پچ په هکله ویل کېږي‌ چې پرې د ریکارډ ډېرو منډو جوړېدو لامل د لوبڅار اینډي پائي په وینا خورا زیات هوار و او له هېڅ ډول بالر یا توپ اچوونکي سره یې هېڅ مرسته و نه کړه.