کرېکټ؛ پاکستان انګلنډ ته د لسو وېکټو په لوی توپیر ماتې ورکړه

Babar Azam and Mohammad Rizwan

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بابر اعظم او محمد رضوان په شانداره ملګرتیا سره د ۲۰۰ منډو لوی هدف پوره کړ.
    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان او انګلنډ تر منځ د شل اوریزو سیالیو د لړۍ دویمه لوبه پاکستان لوبډلې په داسې حال کې په لیسو وېکټو وګټله، چې درې توپونه یې لا پاتې وو.

د نن لوبه کې لومړی انګلنډ بېټینګ وکړ، د پنځو وېکټو له لاسه ورکولو وروسته یې ۱۹۹ منډې وکړې او پاکستان ته یې د ۲۰۰ منډو لوی هدف وټاکه.

خو د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم ۱۱۰ منډې او د اوپنر لوبغاړي محمد رضوان ۸۸ منډې د دې لامل شوې چې دواړه لوبغاړي ناسوځېدلي پاتې شي، دا لوی هدف پوره کړي او خپله لوبډله بریا ته ورسوي.

بابر اعظم له ۶۶ توپونو او محمد رضوان له ۵۱ توپونو دغه منډې ترلاسه کړې.

بابر اعظم په نننۍ لوبه کې له ۶۲ توپونو سلیزه پوره کړه او په ټولو ۱۱۰ منډو کې یې پنځه شپږیزې او ۱۱ څلوریزې هم شاملې وې. نوموړی د نن لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی وبلل شو.

د نن لوبه د کراچۍ ښار په نېشنل کرېکټ لوبغالي کې تر سره شوه. وړمه ورځ په همدې لوبغالي کې د ۷ شل اوریزو سیالیو د دې لړۍ په لومړنۍ لوبه کې انګلنډ پاکستان ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړې وه.

د یادونې ده، چې انګلنډ لوبډله ۱۷ کاله وروسته پاکستان ته تللې او هلته له پاکستان کرېکټ لوبډلې سره لوبې کوي.

وروستی ځل انګلنډ کرېکټ لوبډلې ۲۰۰۵ کال کې پاکستان ته سفر کړی و، چې د دریو ټیسټ لوبو لړۍ پاکستان لوبډلې دوه صفر او د پنځو یوه ورځنیو لوبو لړۍ هم پاکستانۍ لوبډله د دوو مقابل کې د دریو لوبو په ګټلو سره بریالی شوې وه.