روسیې امریکايۍ لوبغاړې د یوه وسله پلورونکي په بدل کې خوشې کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
روسیې د امریکا د باسکیټبال ستورې بریټني ګرینر د ویکتور بوت په نامه د وسلو یوه پلورونکي سره تبادله کړې ده.
د وسلو دغه پلورونکی له ۱۲ کلونو راهیسې د امریکا په یوه بند کې زنداني و.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د مېرمن ګرینر د خوندیتوب ډاډه ورکړی او ویلي یې دي، چې په الوتکه کې له متحده عربي اماراتو خپل کور ته ستنه شوې ده.
د نوموړي په وینا:" خوښ یم چې بریټنې ښه ده، خو هغه د لا ښه کېدو لپاره وخت او ځای ته اړتیا لري."
ګرینر په فبرورۍ کې د مسکو په هوايي ډګر کې د چرسو غوړیو د لېږد په تور نیول شوې وه.
د بایډن حکومت تېره جولای میاشت کې د بندیانو د تبادلې وړاندیز کړی و، ځکه په دې پوهېدل چې مسکو هم له ډېرې مودې راهیسې د بوت د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د بندیانو دغه تبادله تایید کړې او ویلي یې دي چې د ابوظبۍ په هوايي ډګر کې شوې ده.
په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې روسی زنداني هم بېرته خپل هېواد ته استول شوی دی.
د بندیانو د تبادلې د یوې برخې په توګه ښاغلي بایډن د بوت د خوشې کېدو حکم لاسلیک کړی و او د هغه د بند ۲۵ کلنه موده یې راکمه کړه.

د عکس سرچینه، Reuters
ویکتور بوت پر وسله والو او هغو حکومتونو وسلې پلورلې چې نورو ته ګواښ بلل کېږي. نوموړی په داسې کس بدل شوی و چې ټولې نړۍ پرې څار کاوه.
د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د "مرګ سوداګر" په نامه یاد شوی و او په ۲۰۰۵ کال کې یې پر ژوند د (لارډ آف وار) په نامه د هالیووډ یو فلم هم جوړ شو.
د نووړي دغه پټ کار بلاخره په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د یوې پیچلې حملې په پایله کې ختم شو او هغه یې د تایلنډ پلازمېنه بنکاک کې په یوه هوټل کې ونیو.
د امریکا دغه کار د روسیې غوسه راپارولې وه.
بایډن پر خپله ټوېټر پاڼه خپل دفتر کې اخیستل شوی عکس خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي:
"څو شېبې وړاندې مې له ګرینز سره خبرې وکړې، هغه خوندي ده، هغه الوتکه کې ده او خپل کور ته روانه ده."
په تېر دوبي کي د ګرېنر د خوشې کولو لپاره خبرې پيل شوې، امریکا غوښتل چې خپل پخوانی سمندري سرتیری پاول ویلان هم خوشې کړي.
پاول د روسیې له خوا په جاسوسۍ تورن شوی و خو هغه د دغې تبادلې برخه نه و.
ښاغلي بایډن د خبرو پر مهال د دغه زنداني د خوشې کېدو په اړه ویلي:" داسې حال کې چې مونږ تر اوسه د پاول په خوشې کولو نه یو بریالي شوي خو مونږ تسلیم نه یو او نه تسلیمیږو."
نوموړي خپلو خلکو ته هم خبرداری ورکړی چې بهر ته د سفر کولو دمخه احتیاطي تدابیر ونیسي، ځکه چې د بهرني حکومت له خوا د نیولو ګواښ ورته شته.



















