د تسمانیا پړانګ پاتې شوني ۸۵ کاله وروسته د استرالیا په موزیم کې موندل شوي

د خپرېدو وخت

د وروستي پېژندل شوي تسمانیايي پړانګ پاتې شوني وروسته له ۸۵ کلونو داسې حال کې موندل شول چې د استرالیا د موزیم په یوې المارۍ کې نادرکه شوي وو.

د تیلاسن په نامه دغه تسمانیايي پړانګ په ۱۹۳۶ کال د هوبارت ژوبڼ کې په بند کې مړ شوی و چې له مړینې وروسته یې جسد موزیم ته وسپارل شو.

خو دا چې کلونه یې له هډوکو او پوټکي سره څه پېښ شوي، هېڅوک ترې نه و خبر.

د تاسماني هنر موزیم او ګالرۍ د دغه پړانګ د پاتې شونو له ورکېدو داسې انګېرله چې هرو مرو یې هډوکي او پوټکی بهر غورځول شوي دي.

خو له ۸۵ کلونو وروسته یوې څېړنې وموندله چې دا جسد موزیم کې خوندي دی خو په سم ډول نه دی فهرست بندي شوی.

روبرت پادل چې په ۲۰۰۰ کال کې یې د دغه پړانګ د له منځه تلو په اړه یو کتاب خپور کړی و وايي:" د موزیم څارونکو او څېړونکو څو کاله د دغه پړانګ پاتې شوني لټول، ځکه چې ۱۹۳۶ کال کې د تیلاسین اړوند هيڅ څه نه و ثبت شوي، داسې مو و انګېرله چې د هغه جسد بهر غورځول شوی"

خو وروسته داسې ناخپاره شوي رپوټونه وموندل شول چې د موزیم مسولین یې موزیم کې د خوندي شویو آثارو بررسۍ او بیاکتنې ته وهڅول.

او بلاخره په دې بریالي شول چې د تاسماني پړانګ دغه پاتې شوني د پوهنې اړوند برخې په یوه المارۍ کې ومومي.

د دغه پړانګ هډوکي او پوټکی اوس د هوبارت په موزیم کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

باور دا دی چې استرالیا کې د تسمانیا پړانګ نفوس د انسانانو او ګېدړانو د اغېزو له امله کم شوی و.