تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسټرالیا کې د غڼو د ځالو کمسارې منظره
استرالیا کې سیلاو ځپلو ښارونو ته نږدې د غڼو سترې ځالې او جالونه مخ په راڅرګندېدو دي.
د ویکټوریا د ګېپسلنډ سیمې اوسېدونکي وايي د غڼو دغه ستر او نازک جالونه له څو ورځو سختو ورښتونو وروسته را څرګند شول.
یوه سیمه کې د غڼو دغه جال د یوه سړک څنګ ته تر یو کیلو متر ډېره سیمه پوښلې ده.
د ژویو د ژوند او ژواک پوهان وايي د غڼو دا ځالې د ژغورل کېدو د یوه تاکتیک له مخې چې "بالونېنګ" یې بولي - جوړې شوې دي.
غڼې د دغه تاکتیک له مخې ځانونونه لوړو سیمو ته رسوي.
د وېکټوریا له موزیم ډاکتر کېن واکر وايي په غالب احتمال میلیونونو غڼو به د خپل شاوخوا ونو ته تارونه غځولي وي.
هغه اېج ورځپاڼې ته ویلي: "پر ځمکه مېشتې غڼې باید ژر ځان لوړ ځای ته ورسوي. د دوی سپین نازک تارونه لوړ بوټي نیسي او په دې ډول تښنېدلی شي."
دغه کار د غڼو د ځالو یوه پراخه نازکه پرده رامنځ ته کړې چې د سېل او لانګفورډ ښارونو ترمنځ پرتې جبې او ډنډونه یې پوښلي دي.
د یوې ځايي شورا غړې کارولین کروسلي وايي د دوشنبې ماښام د سیلاوو د زیان د ارزولو لپاره د سین غاړې ته کېوته چې له دغې طبیعي ښکارندې سره مخامخ شوه.
اغلې کروسلي وايي پخوا یې هم د غڼو ځالې لېدلې، خو دومره سترې نه وې.
هغې بي بي سي ته وویل: "[د غڼو دا ستره ځاله] وېرونکی نه - ښکلی وه. هر څه د غڼو د جال په دې ښکلې باریکه پرده کې چې د ونو بوټو په سر تېر و - رانغاړل شوي وو. لمر په پرېوتو و او رڼا یې ښکلې برېښېده. د دې پردې څپه به له ټولې منظرې تېرېده."
اغلې کروسلي وايي د غڼو دا ځالې د یوې واحدې پردې په څېر ښکارېدې، چې وړې غڼې پکې اوسېدې.
هغه وايي: " واقعآ جلا نه و. داښې ښکارېدل چې ګوندې دغو غڼو د دې بې سارې هنري منظرې - یا که هر څه یې وبولو - د جوړولو لپاره همغږی کار کړی وی."
یوې بلې ځايي اوسېدونکې امانډا تراېګر هم بي بي سي ته وویل، کورنۍ یې لومړي سر کې د غڼو پر دغو ځالو د سړک غاړې د جالونو ګومان وکړ.
هغه وايي: "پخوا مې هم [د غڼوې ځالې] کتلې، خو دومره سترې نه وې. قطعآ حېرانوونکې وې."
تمه ده چې د غڼو د ځالو دا نازکه شبکه څو ورځو کې سره وپاشل شي.
خو د دغو سیمو اوسېدونکي وايي د څو ورځو مخکې له ویجاړوونکې هوا وروسته یې له دې ښکلې منظرې خوند اخیستی دی.
سختو ورښتونو او بادونو د وېکټوریا ایالت پراخې سیمې وځپلې چې پایله کې یې تېره اوونۍ ویجاړوونکې سیلاوونه را ووتل.
د دغو سېلاونو پر مهال په جلا پېښو کې دوه کسان چې موټرونه یې اوبو وړي ول، په خپلو موټرونو کې مړه وموندل شول.
چارواکو دا توپان طبیعي اپت اعلان کړی.
تر اوسه هم دغه ایالت کې د سلګونو کورونو برېښنا پرې دی.