د امریکا ولسمشر وايي چمتو دی چې د اوکرایین جګړې پای ته رسولو لپاره د روسیې له ولسمشر سره وګوري

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر جو بايډن ويلي که چېرې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين په ريښتيا غواړي چې د جګړې پای ته رسولو لپاره لار ولټوي دی ورسره خبرو ته چمتو دی.

د فرانسې له ولسمشر اېمانول مکرون سره يو ځای خبريالانو ته په وينا کې نوموړي زياته کړه چې ښاغلي پوتين تراوسه دا کار نه دی کړی.

ښاغلي بایډن ټینګار کړی، چې دغسې خبرې یوازې هغه مهال شونې دي، چې روسیه له اوکرایینه خپل ځواکونه وباسي. د ښاغلي پوتین ویاند، دېمېتري پېسکوف، ویلي، چې مسکو د دغه شرط منلو ته چمتو نه دی.

ولسمشر پوتین د جرمني له لومړي وزیر، اولف شولز، سره خبرو کې ویلي، چې د اوکرایین په تړاو د لوېدیځ اوسنی دریځ ویجاړوونکی دی او ټینګار یې کړی، چې خبرې اترې په داسې یوه حالت کې نه شي کېدلی، چې لوېدیځ د اوکرایین له حکومت سره سیاسي او مالي ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې دواړو مشرانو ټينګار کړی چې د اوکرایين ملاتړ کوي او روسيې پر وړاندې جګړې ته به ودرېږي.

کرملین ويلي ولسمشر پوتین د "خپلو ګټو د تامین لپاره" خبرو اترو ته چمتو دی.

اېمانول مکرون ويلي، له جو بايډن سره یې موافقه کړې چې دوی به هېڅکله له اوکرايينيانو د داسې جوړ جاړي غوښتنه ونکړي چې "د دوی لپاره د منلو وړ نه وي."

په عنيي وخت کې د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير انتونيو تاجاني د جمعې په ورځ وويل چې د اوکرايين لپاره د عادلانه سولې لپاره د کار کولو وخت راغلی خو د ده په وینا دا بايد د "کيېف د خپلواکۍ له لارې راشي نه د تسليمولو له لارې."

د اوکرايين د جګړې له پيل راهيسې دواړو خواو ته زرګونه کسان وژل شوي دي.

د اوکرايين يوه جګپوړي چارواکي وړاندې ويلي وو چې د فبرورۍ پر ۲۴ د روسيې يرغل له پیل راهيسې د دوی له ۱۰ زرو تر ۱۳ زرو پوځيان وژل شوي خو اوکرايين او روسيه د تلفاتو په اړه رسمي شمېرې نه خپروي.

تېره مياشت د امريکا يوه جګپوړي جنرال مارک مېلي ويلي وو چې د جګړې له پيل راهيسې شاوخوا سل زره روسي او سل زره اوکرايين سرتېري وژل شوي دي.