عمران خان؛ که د ټاکنو نېټه اعلان نه شي،‌ د پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ لغوه کوم

د خپرېدو وخت

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان ویلي،‌ که واکمن ګوندونه د ټاکنو نېټه اعلان نه کړي نو په روانه ډسمبر میاشت کې به د پنجاب او خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ړنګې کړي.

عمران خان د خېبرپښتونخوا د پارلماني ګوند غونډې ته د ویډیو له لارې د وینا پر مهال ویلي، پرون په پنجاب کې د پارلماني ګوندونو مشرانو ته تر وینا وروسته واکمن ګوندونو ته ناسم پوهاوی پیدا شوی او د خبرو په تړاو یې ښايي پیغام سم نه وي ترلاسه کړی.

ښاغلی خان وايي "ما هېواد كې د ټولټاكنو د نېټې په اړه د بحث كولو وړانديز كړې و، خو پي ډي اېم په دې اړه ناسم پوه شوی. موږ ورته وویل، چې موږ د اسمبلۍ د ړنګولو پرېکړه کړې ده. که تاسو د ملک په اړه اندیښمن یاست نو ګورو چې هېواد د خرابیدو پر لور روان دی، ځکه نو تاسو باید ټولټاکنې وکړئ. دا زما یوازنۍ موخه وه. له دې پرته له دوی سره خبرې نه شي کېدای."

د ښاغلي خان په وینا دا مهال یې په هېواد کې سیاسي ثبات ته اړتیا ده او یوازې سیاسي ثبات به یې په هیواد کې اقتصادي ثبات رامنځ ته کړي، چې یوازنۍ لار یې د هغه په باور ټولټاکنې دي.

نوموړی چې تېره میاشت د لاریون پر مهال په ډزو ټپی شی و،‌ وايي په ټولو نړيوالو اقتصادي ادارو کې د دوى درجه ټيټه کړای شوې او فکر کوي چې پاکستان خپل پور هم نه شي ورکولى.

ښاغلی خان زیاتوي "دغو لاسپوڅو ته زموږ پیغام دا دی چې باید پوه شي، د هرې ورځې په تېریدو سره د هېواد حالت خرابیږي."

نوموړي د قامي اسمبلۍ ټولو غړو ته لارښوونه کړې، چې ټاکنو ته چمتووالی ونیسي او له ټاکنیزو حوزو لیدنه وکړي.

خو د پاکستان د کورنیو وزیر رانا ثناالله وايي، عمران خان دې د ګواښوونکو خبرو وړاندیز نه کوي. نوموړی وايي،‌ که ښاغلی خان ګواښونه کوي،‌ خبرو ته نه ورسره کیني.

د واکمن حکومت ځینې نورو غړو هم ویلي‌ چې له "شرطونو" سره تړلې خبرې نه کوي.

د عمران خان ګوند د پښتونخوا او پنجاب ایالتونو په اسمبلیو کې له نورو ګوندونو ډېر څوکۍ لري‌ او ځايي‌ حکومت د دوی دی.

عمران خان ویلي، پروېز الهي ورته ویلي دي چې محمود خان هم تیار ناست دی.

د کوټې د پولیسو لخوا د مشرانو جرګې غړي اعظم سواتي تر نیول کېدو وروسته، نوموړي د خپل ګوند غړو ته د احتجاج او غږ پورته کولو لارښوونه کړې ده.