تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا محمد بن سلمان ته د خاشقجي وژنې قضیه کې قانوني خوندیتوب ورکړی
- Author, اولیور سلو
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
امریکا ژمنتیا ښوولې چې د سعودي عرب ولیعهد محمد بن سلمان به د خبریال محمد خاشقجي وژنې په یوه قضیه کې قانوني خوندیتوب ولري.
ښاغلی خاشقجي چې د ریاض حکومت له سختو منتقدینو یو و، د ۲۰۱۸ کال اکتوبر کې په استانبول کې په سعودي کونسلګرۍ کې وژل شوی و.
امریکايي استخبارات وايي، د دوی باور دا دی چې د دې وژنې امر شاهزاده محمد کړی و. خو د محکمې په اسنادو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، محمد بن سلمان د سعودي عرب لومړي وزیر نوي رول له کبله قانوني خوندیتوب لري.
۳۷ کلن محمد بن سلمان ته په سپتمبر کې دا رول ورکړل شوی او دی خپله د ښاغلي خاشقجي په وژنه کې هر ډول رول ردوي.
خو د بایډن حکومت ټینګار کوي چې د دې پرېکړې مانا بې ګناهي نه ده. د سپینې ماڼۍ ملي امنیت شورا ویندوی دفتر په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي دي: ''دا د بهرنیو چارو وزارت له لوري مروجو نړیوالو قوانینو ته په پام سره د اوږدمهاله دودیزو اصولو له مخې شوې قانوني ژمنتیا ده. ''
د جمال خاشقجي پخوانۍ کوژدنې خدیجه چنګېز بیا د دې پرېکړې په هکله په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي دي: ''جمال نن یو ځل بیا مړ شو. ''
سعودي عرب د واشنګټن پوسټ پخواني خبریال جمال خاشقجي وژل کېدو په هکله دریځ لري چې دی د هغو استخباراتي کارکوونکو په ''خپلسرو عملیاتو '' کې وژل شوی، چې هېواد ته د ده د بېرته ستنولو لپاره استول شوي وو.
امریکايي چارواکي بیا وايي، د امریکا استخباراتي اداره سي ای اې له متوسطې تر لوړې درجې باور لري چې ایم بي اېس - چې د شاهزاده لپاره منسوب نوم دی، ښکېل و.
د خاشقجي له وژل کېدو سره یوه نړیواله غوغا راپورته شوه او د سعودي علی البدل مشر په توګه یې د شاهزاده محمد د رول تصویر تت کړ.