تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هالنډ محکمې په اوکرایین کې د مالیزیايي الوتکې غورځولو په جرم درې کسان محکوم کړي
- Author, انا هولیګان او کات هوندې
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
هالنډکې یوې محکمې درې کسان په ختیځ اوکرایین کې د یوې ملکې الوتکې غورځولو په تور په عمري زندان سزا محکوم کړي دي. دغه الوتکه ۲۰۱۴ کال کې وویشتل شوه، چې پکې ناست ۲۹۸ مسافر وژل او د عملې کسان وژل شوي وو.
هالنډمحکمې ته ثابته شوې، چې هغه الوتکه چې د الوتنې شمېر یې ایم ایچ ۱۷ وه، په یوه داسې توغندي ویشتل شوې وه، چې له روسیې اوکرایین ته لېږدول شوی وو او د روسیې تر کنټرول لاندې یوې وسله والې ډلې توغولی و.
محکمې په دې قضیه کې دوه روسیان او یو اوکرایینی مجرمان پېژندلي، په غیاب کې یې محکوم کړي او یو بل روسی یې بې ګناه بللی دی. قاضیانو په خپله پرېکړه کې ویلي، د الوتکې راغورځولو پېښه په لوی لاس رامنځته شوې، خو درې تورنو کسانو د ملکي الوتکې پر ځای د پوځي الوتکې راغورځولو نیت درلود.
- ایګور ګیرکین د تش په نامه دونیڅک خلکو جمهوریت یو پوځي مشر د توغندي ځای پر ځای کولو او روسیې مرستې غوښتنې له کبله محکوم شوی.
- سرګي دوبنسکي د بوک نومي توغندي راغوښتلو او فعالیت څارنې له کبله محکوم شوی.
- لیونید خارچینکو د بوک توغندي فعالیت څارنې او دوبنسکي په امر د فعالیت کولو له کبله محکوم شوی.
- اولیګ پولاتوف له څلورو تورنو کسانو یوازینی هغه و چې په محکمه کې یې قانوني استازی موجود و. قاضیانو سره له دې چې دوی ته معلومه شوه دی له توغندي خبر و، بې ګناه وباله.
۳۳ زره فوټه پورته الوت
د ۲۰۱۴ کال د جولای پر ۱۷ مه د ۸۰ ماشومانو او ۱۵ خدمه عملې کسانو په ګډون ۲۹۸ کسان د مالیزیا هوايي شرکت په ۱۷ شمېره الوتنه کې د امسټردام له شيپهول هوايي ډګره د کوالالمپور لپاره روان شول.
الوتکې په اوکرایین کې له ځمکې ۳۳ زره فوټه پورته یون کاوه. دا هغه ورځې وې چې روسیې هڅه کوله د اوکرایین ځینو برخو کنټرول ترلاسه کړي.
که څه هم هغه وخت دا سیمه کې د کړکېچ کچه ټیټه بلل کېده، خو په همدې ورځو کې هوايي جګړه هم پیل شوې وه. له دې مخکې میاشتو کې یو شمېر پوځي الوتکې ویشتل شوې وې.
له هغو پېښو وروسته اوکرایین په خپل اسمان کې له ۳۲ زره فوټه پر ټیټ الوت بندیز لګولی و، خو الوتکې لا هم د دې هېواد له هوايي حریمه تېرېدې.
دغه توغندیز برید له هغه مخکې چې په اوکرایین کې د ظلم او زیاتي تورونه په ورځني واقعیت بدل شي، له خورا بدنامو جنګي جرمونو یو بلل شوی و.
د هغې پېښې ډېری قربانیانو خپلوان په دې باور دي چې که اته کاله مخکې له هغې پېښې وروسته نړیوالو روسیې ته یو څه سخته سزا ورکړې وای، پر اوکرایین د روسیې یرغل او له هغه وروسته د رامنځته شوې جیوپولیټیکل بې ثباتۍ مخه نیول کېدای شوای.