تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مشهورې ایرانۍ ممثلې داسې تصویر خپور کړ، چې ټیکری یې نه دی پر سر کړی
یوې مشهورې ایرانۍ ممثلې له حکومت ضد احتجاجیانو د ملاتړ څرګندولو په موخه پر خواله رسنۍ انسټاګرام خپل داسې تصویرونه خپاره کړي، چې ټیکری یې پکې نه دی پر سر کړی.
ترانه علي دوستي چې په اسکر جایزه ګټونکي فلم ''پلورونکي'' کې د خپل رول له کبله ډېره مشهوره شوه، په دې تصویر کې یو شعار هم نیولی چې په کردي ژبه پرې لیکل شوي، ''ښځه، ژوند او ازادي.'' یادونې ده، چې دا شعار د ایراني حکومت پر ضد د احتجاج کوونکو یو مهم شعار بلل کېږي.
دغه احتجاجونه چې د پولیسو په توقیف کې د یوې ځوانې ښځې مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شوي وو، اوس اوومې اونۍ ته غځېدلي دي. مهسا امیني د پلازمېنې تهران پولیسو په دې تور نیولې وه، چې د حجاب یا سر پټولو له سختو قوانینو یې سرغړونه کړې.
اغلې علي دوستي په ایران کې له خورا مشهورو ممثلینو یوه ده، چې پر انسټاګرام خواله رسنۍ له اته میلیونو ډېر فالوورز لري. نوموړې په (پلورونکي) نومي فلم کې رول درلود، چې په ۲۰۱۶ کال کې یې اکاډیمۍ جایزه وګټله او غوره بهرنی مستند فلم وبلل شو.
نوموړې مخکې ویلي و، په ایران کې پاتې کېږي او خپل کار او زیار یې د هغو کورنیو ملاتړ ته ځانګړی کړی و، چې د امنیتي ځواکونو لخوا په ځپل شویو مظاهرو کې وژل شوي. د بشري حقونو ځايي فعالانو په وینا په مظاهرو کې ۳۲۸ کسان وژل شوي او ۱۴۸۰۰ نور نیول شوي دي.
د دې فلمي ستورې انسټاګرام پیغام د مظاهره کوونکو ملاتړ په لړ کې د مشهورو ایراني سپورتي او هنري شخصیتونو د څرګندونو لړۍ تازه کړۍ ده. تېره میاشت د ایران وتلي فوټبال ستوري سردار ازمون د حکومت له لوري د مظاهرو ځپلو لپاره د زور کارونې پر ترڅ کې د احتجاجیانو ملاتړ څرګند کړ.
نوموړي پر انسټاګرام یوه پیغام کې ویلي و: تاسې باید وشرمېږئ، چې د ایران خلک وژنئ، ژوندۍ دې وي ایرانۍ ښځې. ''