تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایتوپیا کورنۍ جګړه کې ښکېلو اړخونو پر اوربند هوکړه کړې
- Author, سیسیلیا مکاولې ان وسی
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د ایتوپیا په کورنۍ جګړه کې ښکېل لوري په ناڅاپي توګه یوه جوړ جاړي ته رسېدلي چې له مخې به یې د دوه کلنې جګړې پای ته رسولو لپاره اوربند وشي.
د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي چې د افریقايي هېوادونو ټولنې 'اې یو ' دا یو نوی سباون بللی دی. د ایتوپیا په کورنۍ جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او له همدې امله د لوږې خطر رامنځته شوی.
د ایتوپیا حکومت او ټیګرایان ځواکونو تر منځ د دې نوې هوکړې له مخې به مرستندویانو ته اجازه ورکړل شي چې خپلې چارې له سره پیل کړي.
د روغتیا نړیوال سازما له دې مخکې ویلي چې د دې هېواد په شمالي ټیګریان سیمه کې نوې سلنه خلک د خوړو مرستې ته اړتیا لري. د سیمې نژدې دریېمه برخه اوسېدونکي ماشومان د لوږې ښکار دي.
که څه هم د اوربند موضوع یو مهم پرمختګ بلل کېږي، خو غبرګون به ورته له احتیاطه ډک وي. له دې مخکې اګست میاشت کې یو ورته اوربند په داسې حال کې له رامنځته کېدو څو میاشتې وروسته مات شو، چې دواړو لوریو ورته ژمنتیا څرګنده کړې وه.
خو دا ځل دواړو لوریو د تېر پرتله زیاته لېوالتیا څرګنده کړې او هغه داسې چې د بې وسلې کولو یوه پلان په ګډون یې د مرستو چارو بیا فعالېدو په هکله یوه هوکړه لاسلیک کړې.
په دې هکله یوه ګډه اعلامیه هم خپره شوې، چې پکې ویل شوي: ''ایتوپیا یوازې یو ملي دفاعي ځواک لري. ''
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې 'ټي پي ایل ایف ' یا د ټیګرای خلکو ازادۍ جبهې ځواکونه به وسله تسلیموي، فعالیتونه به دروي او خپلو وسله والو ته به اجازه ورکوي چې له ملي دفاعي ځواکونو سره یو ځای شي.
د ایتوپیا لومړي وزیر ابې احمد دا هوکړه ''خورا مهمه '' بللې او د عملي کولو ژمنتیا یې څرګنده کړې.
د نایجریا پخواني ولسمشر اولوسیګون اوباسانجو چې په سویلي افریقا کې یې د دې خبرو منځګړیتوب کاوه له یوې اونۍ خبرو وروسته د جوړجاړي اعلان پر مهال دا د سولې خبرو پیلامه بللې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش په دې هکله وايي ''دا د هرکلي وړ لومړی ګام دی، چې هیله ده د میلیونونو ملکي ایتوپیایانو لپاره به یو څه د ارامتیا لامل شي، چې د دې کړکېچ په ترڅ کې رښتیا ډېر ځورېدلي دي. ''