د ایتوپیا کورنۍ جګړه کې ښکېلو اړخونو پر اوربند هوکړه کړې

Redwan Hussien Rameto (L) from the Ethiopian government, and Getachew Reda (R), who represents Tigray People's Liberation Front (TPLF), shook hands on the deal.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ایتوپیا حکومت له لوري رضوان حسین (کیڼ لور ته) او د ټیګرای خلکو جبهې له لوري ګیتاچیو ریډا (کیڼ لور ته) له هوکړې وروسته یوه بل ته لاسونه ورکړل.
    • Author, سیسیلیا مکاولې ان وسی
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د ایتوپیا په کورنۍ جګړه کې ښکېل لوري په ناڅاپي توګه یوه جوړ جاړي ته رسېدلي چې له مخې به یې د دوه کلنې جګړې پای ته رسولو لپاره اوربند وشي.

د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي چې د افریقايي هېوادونو ټولنې 'اې یو ' دا یو نوی سباون بللی دی. د ایتوپیا په کورنۍ جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او له همدې امله د لوږې خطر رامنځته شوی.

د ایتوپیا حکومت او ټیګرایان ځواکونو تر منځ د دې نوې هوکړې له مخې به مرستندویانو ته اجازه ورکړل شي چې خپلې چارې له سره پیل کړي.

د روغتیا نړیوال سازما له دې مخکې ویلي چې د دې هېواد په شمالي ټیګریان سیمه کې نوې سلنه خلک د خوړو مرستې ته اړتیا لري. د سیمې نژدې دریېمه برخه اوسېدونکي ماشومان د لوږې ښکار دي.

که څه هم د اوربند موضوع یو مهم پرمختګ بلل کېږي، خو غبرګون به ورته له احتیاطه ډک وي. له دې مخکې اګست میاشت کې یو ورته اوربند په داسې حال کې له رامنځته کېدو څو میاشتې وروسته مات شو، چې دواړو لوریو ورته ژمنتیا څرګنده کړې وه.

خو دا ځل دواړو لوریو د تېر پرتله زیاته لېوالتیا څرګنده کړې او هغه داسې چې د بې وسلې کولو یوه پلان په ګډون یې د مرستو چارو بیا فعالېدو په هکله یوه هوکړه لاسلیک کړې.

په جګړه ځپلې ټیګرای سیمه کې د جګړې له کبله خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په جګړه ځپلې ټیګرای سیمه کې د جګړې له کبله خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

په دې هکله یوه ګډه اعلامیه هم خپره شوې، چې پکې ویل شوي: ''ایتوپیا یوازې یو ملي دفاعي ځواک لري. ''

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې 'ټي پي ایل ایف ' یا د ټیګرای خلکو ازادۍ جبهې ځواکونه به وسله تسلیموي، فعالیتونه به دروي او خپلو وسله والو ته به اجازه ورکوي چې له ملي دفاعي ځواکونو سره یو ځای شي.

د ایتوپیا لومړي وزیر ابې احمد دا هوکړه ''خورا مهمه '' بللې او د عملي کولو ژمنتیا یې څرګنده کړې.

د نایجریا پخواني ولسمشر اولوسیګون اوباسانجو چې په سویلي افریقا کې یې د دې خبرو منځګړیتوب کاوه له یوې اونۍ خبرو وروسته د جوړجاړي اعلان پر مهال دا د سولې خبرو پیلامه بللې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش په دې هکله وايي ''دا د هرکلي وړ لومړی ګام دی، چې هیله ده د میلیونونو ملکي ایتوپیایانو لپاره به یو څه د ارامتیا لامل شي، چې د دې کړکېچ په ترڅ کې رښتیا ډېر ځورېدلي دي. ''