اوکرایین جګړه؛ پوتین د تور سمندر له لارې د غنمو صادرولو هوکړه لغوه کړې

پوتین

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وايي، هغه جوړ جاړی چې د اوکرایین په صادراتي غنمو بار کښتیو ته د خوندي تېرېدو اجازه ورکوي، لغوه کوي، خو په وینا یې پای ته نه رسوي.

مسکو له دې هوکړې پر شنبه په شا شو، چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب شوې وه، او تور یې پورې کړ، چې اوکرایین په تور سمندر کې دا خوندي دهلیز پر روسي کښتیو د بریدونو لپاره کارولی دی.

د دوشنبې پر ورځ ولسمشر پوتین په کریمیا کې پر خپلو سمندري پوځیانو د ''یوه پراخ '' ډرون برید یادونه وکړه، چې په وینا یې کیېف یې مسوول دی او د دې هوکړې لغو کولو اعلان یې وکړ.

د نوموړي په وینا سمندري تګ راتګ باید خوندي وي او په داسې شرایطو کې د غنمو صادرات خطرناکه چاره ده.

ملګري ملتونه بیا وايي، پر هغه شپه هلته هېڅ یوه کښتۍ نه وه. اوکرایین د هېڅ یوه برید مسوولیت نه دی منلی.

اوکرایین چارواکي وايي، دهوکړې له لغو کېدو سره سره یو شمېر په صادراتي غنمو بار بېړۍ وتلې دي. ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوکرایین چارواکي وايي، دهوکړې له لغو کېدو سره سره یو شمېر په صادراتي غنمو بار بېړۍ وتلې دي. ارشیف تصویر

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلېنسکي وايي، هوکړې ته به ژمن پاتې شي او پر روسیې یې تور پورې کړی، چې ''د لوږې له ګواښ سره له نړۍ باج اخلي '' خو روسیه دا تورونه په کلکه ردوي.

بل لور د روسیې له لوري د هوکړې له لغو کېدو سره سره د اوکرایین له بندرونو داسې ۱۲ بېړۍ وتلې چې د غنمو په ګډون ۳۵۴ نیم زره ټنه خواړه یې بار کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د اوکرایین اوډیسې بندر پوځي چارواکو له قوله ویل شوي، دا د هوکړې له عملي کېدو وروسته تر ټولو ستره بارچالاني ده.

د اوکراییني چارواکو په وینا له دې ډلې یوه بېړۍ ایتوپیاته روانه ده چې ''خورا پراخې لوږې رښتینی خطر '' پکې موجود دی.