هغه ماشومه اوس چېرته ده چې د هند نفوس ورسره يو ميليارد ته ورسېد؟

    • Author, ګيتا پانډې
    • دنده, بي بي سي، ډيلی
  • د خپرېدو وخت

استا اروړا د ۲۰۰۰ کال د مې پر ۱۱ نېټه د ډيلي صفدر جنګ په روغتون کې وزيږېده او د هند نفوس ورسره يو ميليارد ته ورسېد.

له دې سره هند دویم هېواد شو چې نفوس يې يو ميليارد ته رسېده. هندي چارواکو دا ورځ په سترو مراسمو ولمانځله، د ملګرو ملتونو د نفوس د برخې استازي مايکل ولاسوف، استا يوه "ځانګړې" ماشومه وبلله.

چارواکو هغه وخت دا هم ویل چې په هند کې د مخ په زياتېدونکي نفوس د کنټرول پر لارو چارو بيا کتنې ته اړتيا ده.

د استا د زيږېدو په اړه جوړ شويو مراسمو ته ژورنالیستان هم وربلل شوي وو چې په هغوی کې زه هم د بي بي سي د يوې ډلې برخه وم.

اوس څه د پاسه شل کاله وروسته ما هڅه وکړه، معلومه کړم چې دا "ځانګړې نجلۍ" اوس چېرته ده او څه کوي.

کله چې زه د استا کور ته ورغلم، هغې دروازه راته خلاصه کړه او راته يې وويل، "ما ډېر وختي د ځانګړې په توګه احساس بند کړ" او تور يې لګاوه چې د دې د زيږېدو پر مهال د سياستوالو له خوا کړې ژمنې نه دي پوره شوې.

نوموړې اوس په يوه روغتون کې د نرسې په توګه کار کوي او يوازې يکشنبې رخصت وي.

استا وويل، "ما غوښتل چې طب ووايم او ډاکتره شم خو مور او پلار مې د پيسو د نشتوالي له امله شخصي ښوونځي ته ونشوی لېږلی، نو زه مجبوره شوم چې د نرسې روزنه ترلاسه کړم."

استا د خپلې مور او پلار له خوا جوړه شوې يوه دوسيه راوښوده چې د اخبارو پاڼې او خبرونه په کې وو، چې له دې د نوموړې د زېږېدو اهميت له ورايه معلومېده.

د اخبارونو له مخې، د زيږېدو وروسته تر يوې مودې ورته پاملرنه شوې وه. د يوه خبر له مخې کله چې د ۱۱ مياشتو وه د يوې وېبپاڼې پرانیستو ته وربلل شوې وه چې د هند د روغتيا وزارت او يو اېن اېف پي اې په ګډه پيل کړې وه.

د لومړي کليزې پر مهال د اجمير ښار يوې رسنۍ يې کيسه راخيستې وه چې وايي څنګه د خپل پنځه کلن ورو درسي کتابونه او کورنۍ دنده څيرې کوي.

استا وايي، کله چې يې ښوونځي ته تلل پيل کړل نو د لومړي ځل لپاره له خپل "ځانګړي" حالته خبره شوه.

دا وايي، "زه شايد څلور يا پنځه کلنه وم چې ما د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د نفوس په ورځ هغه مهال د يو ميليارد ماشوم اصطلاح واروېده چې د تلويزيون کارکوونکې زما ښوونځي ته راغلل."

نوموړې وايي، "دا لويه خبره وه چې يو ماشوم پر تلويزيون ښکاره شي او زما هم دا پاملرنه خوښېده."

د دې پلار په يوه پلورنځي کې کار کاوه، د مياشتې يې ۵۰ ډالر ګټل او د خپلو دوو ماشومانو د ښوونځي فيس ورکولو لپاره يې هڅه او کوښښ کاوه.

دا وايي هر کال به چې خبريالان زما په اړه رپوټ ورکولو ته راتلل، له دې سره د ښوونځي لپاره يو ډول اعلان هم کېده نو دوی له "دويم ټولګي پورته زما فيس معاف کړ. "

استا په زده کړو کې ښه وه، په بحثونو او نڅا کې به يې ګډون کاوه. کله چې ۱۶ کلنه وه د "غوره زده کوونکې" جايزه يې وګټله خو د ښو نومرو سره سره په ۱۱ ټولګي کې د کورنۍ مالي ستونزو له کبله اړه شوه چې دولتي ښوونځي کې شامله شي.

کورنۍ يې وايي، د هغه وخت د پرمختيایي چارو وزيرې مترا مهاجن د دوی لور ته د وړيا زدکړو، وړيا طبي اسانتياو او اورګاډي د وړيا سفر ژمنه کړې وه خو کورنۍ يې د دې اعاد د ثبوت لپاره کوم سند نه لري.

دوی وايي موږ څو ځله د هغې دفتر ته ورغلو، خو موږ ته تل ويل کېدل چې هغه په غونډه کې ده.

د استا کورنۍ وايي يوازې مرسته چې دوی ترلاسه کړې د يو اېن پي اېف ادارې له خوا ده.

ما سمترا مهاجن ته چې په ۲۰۱۹ کال کې د هند پارلمان د مشرۍ له دندې وروسته له فعال سياست څخه تقاعد شوې وه، د هغې د کورنۍ د ادعاو په اړه پوښتنه وکړه.

سمترا مهاجن وويل، "زما په ياد نه دي چې د يو اېن اېف پي اې له فنډ پرته دې ورسره د مرستې ژمنه شوې وه. "

نوموړې وويل، "ما د هغې له کورنۍ سره په شخصي نه بلکې د يوې وزيرې په توګه وليدل، زه بيا د ډېرې مودې لپاره وزيره نه وم خو په سياست کې فعاله وم، دوی هېڅکله له ما سره اړيکه نه ده نيولې، که چېرې يې ما ته ليک استولی وی ما به ورسره مرسته کړې وه. که دوی نن هم ما ته راشي زه به ورسره د مرستې هڅه وکړم."

په ۲۰۰۰ کال کې کله چې استا وزيږېده، داسې اټکل کېده چې په ۲۰۴۵ کال کې به د هند نفوس له چين زيات شي. په تېر جولای مياشت کې ملګرو ملتونو وويل چې د راتلونکي کال په لومړيو کې به د هند نفوس ۱.۴ ميلياردو ته ورسېږي.

په وروستيو کې استا د خپل هېواد مخ په زياتېدونکی نفوس يوه ستونزه بللې ده. هغې وویل چې هند بايد د خپل نفوس د کنټرول لپاره لاس په کار شي.

استا وايي، "خلک تر هغه پورې ماشومان زيږوي چې ترڅو يې چې زوی نه وي زيږېدلی، ځکه دوی باور لري چې هلک به د دوی نسل پر مخ بوځي. "

دا وايي حکومت بايد د خلکو د ذهنيت بدلولو لپاره کار وکړي.

د استا په وينا، اوسمهال د هر څه لپاره لا ډېره مقابله شته، ډېر خلک په ښوونځيو او کالجونو کې د ځای او دندو لپاره سيالي کوي.