تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي کې ایساره امریکایۍ: 'د لور خلاصون لپاره د یوې مور مبارزه'
د امریکا، کاناډا، بریتانیا او نورو لوېدیځو هېوادونو ګڼې میندې چې د سعودي عربستان له سړیو سره یې ودونه کړي او بیا ترې جلا شوې، اوس د خپلو ماشومانو د ترلاسه کولو هلې ځلې کوي.
خو دغو هڅو کې یوه ښکېله فعاله وايي دغو ښځو سره خپل حکومتونه هغسې مرسته او ملاتړ نه کوي، چې اړتیا ورته لري.
امریکایۍ 'کارلي مورېس' چې لومړی کله له خپلې پنځه کلنې لور 'تالا' سره سعودي عربستان ته ورسېده، نو هر څه سم ښکارېدل.
هغې د خپلې لور له سعودي پلار سره داسې مهال واده کړی و چې هغه په یوه اووه کلن سکالرشپ امریکا ته ورغلی و، خو وروسته بېرته سره جلا شوي دي.
د 'تالا' پلار د هغې مور رضا کړې وه چې د دوی له لور سره په لنډ سفر سعودي عربستان ته ورشي او د همدې لپاره یې دواړو ته یو میاشتنۍ ویزه هم برابره کړې وه.
پلان دا و چې تالا په لومړي ځل له خپل سعودي نیا او نیکه سره وګوري.
کارلي ته سعودي ته له رسېدو وروسته لومړی ټکان دا و چې ویې لیدل د مخکیني خاوند لخوا ورته د نیول شوي هوټل خونه کړکۍ او انټرنېت نه لري. پر دې سربېره یې دې ځای کې موبایل هم سګنل نه ورکاوه.
خو دا یوازې د ستونزو پیلامه وه.
نوموړې وايي "یوه اوونۍ وروسته یې رانه زما پاسپورت او د زېږېدو سرټېفیکیټ په دې پلمه واخیستل چې ګوندې 'تالا' ته له سعودي عربستانه د بېرته وتلو اجازه لیک برابروي. خو څه چې یې وکړل، وروسته پرې پوه شوم - د هغې (تالا) تابعیت یې سعودي ته اړولی و."
سعودي عربستان کې دویم تابعیت نه منل کېږي، نو په دې توګه تر دې وروسته تالا چې په امریکا کې زېږېدلی او رالویه شوې، یوازې د سعودي تبع وه او د دغه هېواد د قانون له مخې یې تر دې وروسته د پلار له اجازې پرته له هېواده بهر نشوه وتلی.
او پلار یې هم ظاهرا همداسې غوښتل.
د کارلي په وینا پخواني خاوند یې له دې وروسته تالا هر سهار له ځان سره اخیسته او تر ماښام ناوخته بېرته نه ورګرځېدل.
هغې سره پیسې کمې وې او د هوټل خونه کې یوازې پر هغې ډوډۍ ګزاره کوله چې پخواني خاوند یې ورته پرېښودله.
تقریبا دوه کاله همداسې تېر شول او دې په دې موده کې یوازې یوه غوښتنه درلوده چې لور ته دې یې د بېرته تګ اجازه ورکړ شي.
اغلې مورېس کرار کرار د مرستې لپاره د امریکا د کانګرس غړو ته د لیکونو استول پیل کړل. په دې لړ کې یې هره هغه دروازه وټکوله چې د مرستې هیله او تمه ترې کېدای شوه.
نوموړې وایي " هغه (پخواني خاوند) ته چې کله مالومه شوه چې زه له سعودي بهر د مرستې غوښتلو لپاره اړیکې نیسم، نو لور یې رانه د شاوخوا دوو میاشتو لپاره وتښتوله. ان له خپلې کورنۍ سره یې خپل کور پرېښود او وتښتېد. هغه دې موده کې د تالا د حضانت او سرپرستۍ غوښتنه وکړه."
د کارلي پخواني خاوند دې غوښتپاڼه کې دا رد کړې وه چې ګوندې تالا یې تښتولې ده.
بلخوا اغلې مورېس چې د کانګرس له غړو او امریکایي سیاستوالو ناهیلې شوې وه، نیغ په نیغه سپینې ماڼۍ ته لیک استوي. خو له هغه ځایه هم ځواب نه اوري.
د نوموې هیلې یو ځل بیا له دې راټوکېږي چې که ګوندې ولسمشر جو بایډن یې جولای میاشت کې سعودي ته د پلان شوي سفر پر مهال څه مرسته وکړي، خو ریاض کې د امریکا سفارت چارواکو ته له غوښتنو او ټینګار سره سره د هغې غږ نه اورېدل کېږي.
هلته امریکا کې بیا د کارلي د مور 'ډېنېس وایټ' اندېښنې له ورځ بلې ته ډېرېږي. هغه داسې انګېري چې امریکايي دېپلوماتان د سعودي عربستان د سیاسي او اقتصادي اهمیت له کبله له اقدام ډډه کوي.
سعودي عربستان د تېلو یو ستر صادرونکی هېواد دی او نړۍ کې د انرژۍ اوسني کړکېچ لا نور سیاسي ځواک او اهمیت وربښلی.
ډېنېس وایټ کالیفورنیا کې له خپله کوره د خبرو پر مهال وويل چې د خپلې لمسۍ زدکړو ته ډېره اندېښمنه ده ځکه ورته ویل شوي چې له تېرو دریو کلونو کې ان یوه ورځ هم ښوونځي ته نه ده تللې.
پر دې سربېره یې مور 'کارلي مورېس' پر خپله لور د دغه ستونزمن وضعیت د رواني اغېزو په اړه هم اندېښنه ښیي.
هغه وایي "چې کله د ټولنیزو چارو کسان راشي، هغه چا سره خبرو ته نه شم حاضرولی. له نابلده کسانو سره بیخي خبرې نه کوي. چې کله غواړم خپلې کورنۍ ته ترې ویډیو وکړم، له کمرې پټېږي. دا ډول ټولنیز چلن په اړه یې ډېره اندېښمنه یم."
د بشري حقونو بنسټ لخوا، چې مرکز یې امریکا کې دی، راټول شوي مالومات ښیي چې کارلي مورېس له هغو نږدې ۵۰ امریکايي میندو یوه ده چې سعودي اتباعو سره یې واده کړی او اوس له دغه هېواده د خپلو ماشومانو د ایستلو هڅې کوي.
پر دوی سربېره د کاناډا، بریتانیا او ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو یو شمېر ښځې هم همدې لانجه کې ګیر دي.
له دغه بنسټه بیټني الحیدري چې پخپله یې هم دوه کاله له سعودي عربستانه د خپلې لور د رایستلو لپاره هلې ځلې کړې وایي، تېر کال هېڅوک پر دغه کار نه دي بریالي شوي.
هغه زیاتوي ډېرو سره خپل حکومتونه دغو هڅو کې اړتیا وړ مرسته او ملاتړ نه کوي.
خو ریاض کې د سعودي عربستان سفارت بي بي سي ته ویلي چې د امریکايانو خیر ښېګڼه د دوی بهرنیو چارو وزارت "تر ټولو مهم لومړیتوب" دی او دا چې دغه سفارت په دوامداره توګه له کارلي او د سعودي عربستان حکومت سره تماس کې دی.
له اوږدې قانوني مبارزې وروسته کارلي ته د خپلې لور 'تالا' حضانت بېرته ورسپارل شوی، خو دا هم ورته ویل شوي چې د سعوي له هغه ښاره دې بهر نه وځي چې دمګړۍ پکې ده - پاتې لا له دغه هېواده د وتلو فکر.
هغه وايي د کمزوري مالي حالت له کبله هوټل کې د خپلې خونې بندیوانه ده.
"تر دې ساعته دوه کاله همداسې راباندې تېر شول او بهر مې یو قدم هم نه دی ایښی. هره ورځ همدې هوټل کې ناسته یم. هیچا مخ نه دی راښکاره کړی... هېچا مې ور نه دی راټکولی."
د سعودي عربستان چارواکو په دې اړه د څرګندونو له کله پر کارلي د عامه نظم د ګډوډولو تور پورې کړی او څارنوالانو ورته د بند سزا غوښتې.
خو هغه تر دې له لا لویې اندېښنې سره مخ ده.
نوموړې له خپل پخواني مېړه سره له لیدو ډېر مخکې اسلام قبول کړی او وايي باور او عقیده یې لږه هم نه ده کمزورې شوې.
دا په داسې حال کې ده چې پخواني خاوند یې پرې د لور د حضانت تر ګټلو څو ورځې وروسته تور پورې کړی چې ګوندې اسلام یې پرېښی او د سعوديانو په ګډون یې ټولو مسلمانانو ته سپکاوی کړی.
په دې توګه کارلي مورېس چې د لور د خلاصون هڅې کوي، اوس ان د اعدام له احتمالي سزا سره هم مخ ده.
هغه تر ډېره ځان ګرم ګڼي او وايي "خبرداری راکړ شوی و. ډېرو خلکو راته ویلي وو چې دغه هېواد ته مه ځه. که لاړې، نو لور به دې بیا هېڅکله رانشې وستلی. خو ما دغو خبرداریو ته غوږ کېنښود... او درې کاله وروسته اوس دا دی دلته په دې وضعیت کې یم."
د سعودي له چارواکو او د کارلي مورېس له پخواني خاوند سره مو هم په دې اړه د هغوی د نظر اخیستلو لپاره اړیکه وکړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ویلی.