تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتین پر اوکرایین له یرغل وروسته لومړی ځل اتومي تمرینات وکتل
پر اوکرایین د روسي ځواکونو له یرغل اته میاشتي وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین په داسې حال کې د خپل هېواد ستراتیژیک اتومي ځواک تمرینات کتلي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر همدې موضوع له لوېدیځوالو سره د روسیې تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده.
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له شمالي قطبه د روسیې لېرې ختیځ ته کروز توغندي او بالسټیک توغندي توغول شوي دي. د وسلو نوي تړون له مخې امریکا ته د دې تمریناتو په هکله معلومات ورکړل شوي وو.
دا تمرینات داسې مهال کېږي چې روسیه بې ثبوته ادعا کوي چې ګواکې اوکرایین (کثیف بم) کارولو توطئه چمتو کوي. کثیف بم هغو چاودېدونکو توکو ته ویل کېږي چې راډیواکټیف مواد ورسره یو ځای شوي وي. د روسیې دغه تورونه د لوېدیځوالو له لوري په کلکه رد شوي دي.
د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې بیا چارواکي وايي، د روسیې دغه ادعا ښيي چې مسکو خپله دغه ډول برید ته چمتوالی کوي. د یادونې ده، چې روسیې پر اوکرایین له برید ایله یوه اونۍ مخکې د اتومي وسلو ازموینې تمرینات ترسره کړل.
له تازه تمریناتو مخکې په واشنګټن کې چارواکو ویلي، روسیانو دوی ته د دې تمریناتو معلوماتو ورکولو لړ کې د وسلو کنټرول ژمنې په پام کې نیولې. د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو د دې تمریناتو په هکله د روسیې ټلویزیون له لارې یوه وینا کې وویل، د دې تمریناتو هدف د پوځ قوماندې او کنټرول مرکز لپاره ''د دښمن اتومي برید په ځواب کې د پراخ اتومي برید کولو تمرین کولو لپاره وو. ''
بل لور ناټو سازمان هم په پام کې لري د ثابت ماسپښین په نامه په شمال لوېدیځه اروپا کې خپل اتومي تمرینات وکړي. ناټو دفاعي سازمان چارواکي وايي، د ۱۴ هېوادونو مشترکه تمریناتي الوتنې به تر یکشنبې پورې پر بلجیم، بریتانیا او شمالي سمندر د پاسه ترسره شي.
د روسیې تازه اتومي تمرینات داسې مهال ترسره کېږي چې دغه هېواد د اوکرایین اشغال شوي خېرسون ښار ته اضافي ځواکونه استولي دي. روسي ځواکونو پر اوکرایین د یرغل په لومړیو کې پر خېرسون ولکه ټینګه کړه، خو په دا وروستو کې اوکراییني ځواکونو پرمختګ کړی او روسي ځواکونه یې تر فشار لاندې راوستي.