امریکا ایران ته؛ "د خپلو خلکو له وژلو لاس واخلئ"

د خپرېدو وخت

د امریکا او ایران ترمنځ د لفظي ناندریو په لړ کې تازه د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند بي بي سي فارسي سره خبرو کې ویلي تهران ته مو پیغام دا دی چې خپل خلک مه وژنئ او د اوکرایینیانو وژلو لپاره روسیې ته د وسلو له لېږلو لاس واخلئ.‌

هغه همدا راز سره یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران ته یې اټومي هوکړې ته ګرځېدو لپاره د بېړې کولو کوم پیغام نه دی استولی.

دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو د روانې اوونۍ پیل کې وویل امریکا پیغام ورلېږلی او ګواکې اټومي هوکړې ته بېړه لري.

خو واشنګټن وروسته دا موضوع رد کړې وه.‌

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني بیا د امریکايي چارواکو لخوا د دې خبر تر ردېدو وروسته امریکا پر دروغ ویلو تورونه کړه.‌

هغه ویلي وو امریکایانو په وار وار د بېلابېلو چینلونو له لارې پیغامونه رالېږلي او ټینګار کړی چې اټومي هوکړې ته ګرځېدو لپاره چمتو دي.

هغه ویلي "که امریکایان اوس خپلو رسنیزو دریځونو کې وايي‌ چې اټومي هوکړې ته د ګرځیدو امکان نشته، یا دغه کار لپاره پلان نه لري، نو ولې پیغامونه را استوي او د منځګړو له لارې بېرته هوکړې ته په رسېدو ټینګار کوي."

د نیول شویو کسانو محاکمه

امریکا داسې مهال له ایران احتجاج کوونکو سره د زور زیاتي نه کولو غوښتنه تکرار کړې د ایران قضایه قوه وايي، د البرز ایالت محکمه کې یې د وروستیو مظاهرو د تورنو کسانو دوسیو ارزولو لومړنۍ جلسه کړې ده.

د البرز ایالت د محکمې مشر حسین فاضلي هریکندي وویل هغو کسانو ته سزا اورول شوې چې د احتجاجونو "اصلي او فعال عناصر" وو او "عامه او خصوصي مالونو ته یې زیان اړولی".

ښاغلي هریکندي همدا راز ویلي، په دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې د خواله رسنیو له لارې یې خلک، په ځانګړي ډول ځوانان په احتجاجونو کې ګډون ته هڅولي دي.

د نوموړي په خبره تر دې دمه د نیول شویو له ډلې ۲۰۱ کسانو ته سزا اورول شوې او ۲۱۰ نورو بلاندې هم د "تعلیق، تعقیب او ممنوعیت" حکومونه شوي دي.

ښاغلي هریکندي زیاته کړې چې د ایراني مشرانو وروستۍ څرګندوني "د قضايي سیستم د لارې نقشه" ده

ایراني چارواکي روان احتجاجونه د دغه هېواد پر ضد "بلوا" بولي.

د نیول شویو کسانو په اړه اندېښنې

تر اوسه کومې رسمي ادارې ایران کې د نیول شویو کسانو کره شمېر نه دی اعلان کړی.

په دې وروستیو کې د ایران پارلمان کې د تبریز ایالت یوه استازي احمد علي رضا بيګي ویلي وو چې د اجتجاجونو پر مهال یوازې درې زره هغه کسان چې تهران کې نیول شوي وو، د تهران ایالت مرکزي زندان فشافویه ته لېږدول شوي دي.

نوموړي دغه راز ویلي چې له اوين زندانه هم ۱۳۰۰ بندیان هلته له اورلګېدنې وروسته دغه زندان ته لېږدول شوي چې یاد زندان د دومره بندیانو ظرفیت نه لري.

لا څرګنده نه ده چې د تلې میاشتې پر ۲۳ مه د شنبې په ورځ اوین زندان کې څه پېښ شول.

د ایران قضایه قوې په دغه زندان کې د اتو کسانو وژل کېدل منلي دي.

د ایران انقلابي ځواک یا سپاه پاسداران ته نژدې فارس خبري اژانس په یوه رپوټ کې لیکلي چې "له نیول شویو کسانو نژدې ۴۲ سلنه یې له شلو کلونو کم عمره دي او څه باندې ۴۸ سلنه یې د ۲۵ او ۳۵ کلنو ترمنځ عمرونه لري. ۱۰ سلنه یې له ۳۵ کلنۍ پورته دي. د نیول شویو کسانو په ډله کې ځیني دولتي کارکوونکي هم لیدل کېږي چې د ټولو نیولو شویو دوه سلنه جوړوي."

نړیوالو بنسټونو او دغه راز د ایران دننه فعالانو په وار وار د بندیانو حالت په تړاو خبرداری ورکړی دی.

د ښوونځي زدکوونکو د نیولو له راپورونو وروسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف او ایران کې د کوچنیانو د حقونو د ملاتړ ټولنې د ماشومانو د نیولو او وژل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

تر دې وړاندې ایران ویلي وو چې د احتجاجونو پر مهال یو شمېر بهرني وګړي هم نیول شوي دي.

ایران کې د پراخو احتجاجونو له پيل وروسته لږ تر لږه په درو زندانونو کې جدي ناکرارۍ رامنځته شوې دي. له اوین پرته د لاکان رشت او اشنویه زندانونو په اړه هېڅ سپیناوی نه دی شوی.

له قزل حصار زندانه هم د ناکراریو رپوټونو ورکړل شوي دي خو پرون قضایه قوې دغه رپوټونه دروغ وبلل.