تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه کسان تر شپږ میاشتو پورې زنداني کېدای شي چې د هند پلازمېنه کې د اور لوبو توکي وکاروي
د هند پلازمېنې ډیلي کې چارواکي وايي، هغه کسان به تر شپږ میاشتو پورې زنداني شي، چې د دیوالي جشن په ترڅ کې د اورلوبو توکي وکاروي.
دا څرګندونې په ډيلي کې د چاپیریال وزیر په داسې حال کې کوي، چې د ډيلي هوا ورځ تر بلې زیاته ککړېږي.
حکومت دغه راز د دې توکو کاروونکو لپاره د ۲۰۰ روپیو جریمې اعلان هم کړی.
دغه نوی بندیز د هغو اقداماتو یوه برخه ده، چې تېر سپتمبر کې د پلازمېنې چاپېریال پاکولو لپاره اعلان شول.
د یادونې ده، چې ډیلی د نړۍ تر ټولو زیات ککړ چاپېریال لرونکې پلازمېنه بلل کېږي. د کارخانو او ګاډو لوګي او د بېلا بېلو موسمونو له کبله په ډیلي کې د چاپېریال ککړتیا زیاته شوې ده.
د ډیلي هوا ککړتیا یو لوی لامل په شاوخوا سیمو کې هر منی له کروندو د حاصلاتو له ټولول کېدو وروسته پاتې پلالې ته اور ورته کول هم بلل کېږي.
د هندوانو دیوالي جشن په ترڅ کې د ډیلي هوا له دې کبله لا زیاته ککړه شي، چې معمولاً د هوا کم فشار له کبله زهرجن لوګي په چاپېریال کې تر ډېره وخته ځای پر ځای پاتې کېږي.
په دې موسم کې د ډیلي په لوګیو لړلې هوا یو ډول ماده مومي چې د پي ایم۲.۵ په نامه یادېږي. ماهرین وايي، دا کوچني ذرات دي، چې پر سږو اغېز کوي او د ناروغیو لامل کېږي.
ماهرین وايي، سږ کال هم اندېښنه شته چې د اکتوبر پر ۲۴ مه به د دې جشن تر مهاله هوا همداسې 'خورا ' ککړه پاتې شي، ځکه بادونه خورا نرم دي او په موسم کې د کوم بدلون نښې نښانې نشته.
تېر سپتمبر کې ډیلي حکومت د جنورۍ تر لومړۍ نېټې پورې د اورلوبو توکو پر تولید، پلور او کارولو کلک بندیز ولګاوه.
حکومت دغه ډول بندیز له تېرو دوو کلونو راهیسې لګوي. د چاپیریال وزیر ګوپال رای د چهارشنبې پر ورځ وویل، هر هغه څوک چې دا توکي زېرمه کړي او یا یې وپلوري پنځه زره روپۍ به جریمه شي او کېدای شي تر درې کالو پورې زنداني شي.